لکه څنگه چي د ایرنا دولتي خبري آژانس د سه شنبه په ورځ رپوټ ورکړی، د دې کار له پاره د تهران په پوهنتونونو کي د نورو ترڅنگ د افغان محصلینو ته د تحصیلي مرستو بودیجه پنځه برابره لوړه سوې ده.
ایراني سیاستوالو په افغانستان کي د طالبانو له خوا د نجونو پرمخ د پوهنتونونو او نورو عالي مؤسسو د دروازو پر تړلو باندي سخت انتقادونه وکړل.
«په یوه کال کي تر يونيم میلیونه زيات افغانان ایران ته کډوال شوي»
همدارنګه به تحصیلي فیس هم د افغان محصلینو له پاره راکښته سي. د ۲۰۲۱م کال په اګست کي واک ته د طالبانو د رسیدو راهیسي په افغانستان کي د ښځو له حقونو څخه سخته سرغړونه کیږي.
ښځي او نجوني اجازه نه لري په عام محضر کی حضور پیدا کړي. ایران هم یو اسلامي هیواد دی او د هغه پر سختو قوانینو باندي په وار وار انتقادونه کیږي. په تیره بیا په دغه اسلامي هیواد کي ښځي په سیستماتیک ډول له ټولنيز ژوند څخه محرومیږي.
ملګرو ملتونو پر ښځو د طالبانو محدودیتونه و غندل
د ایران حکومت په تیرو ورځو کي د هیواد په سطحه مظاهرو کي د وحشیانه دریځ له امله په نړیواله کچه تر سختو انتقادونو لاندي راغی. د دغو مظاهرو دلیل د سپتمبر مياشتي په نیمايي کي د پولیسو په توقیف کي د ژینا مهسا امیني وژل کیدل وو.
دغه کُردۍ ـ ایرانۍ د ایران د مذهبي پولیسو له خوا د پوړني پرضد اعتراض له امله ونیول سوه. ایران د لوړو زده کړو عصري سیستم لري چي پکښي تر ډیره ځایه ښځي او نجوني خپلي زده کړي پرمخ بیایي.
له آرشیف څخه یو انځوریز البوم:
دا د هغو ورونو د ژوند انځورونه دي چي د ژوندي پاته کیدو له پاره يې یو وار بیا د غالیو اوبدل پیل کري دي. افغانستان له ستر اقتصادي او انساني کړکېچ سره مخامخ دی. قدرت ته د طالبانو تر رسیدو وروسته زیات خلک بې روزګاره شوي.
انځور: Hector Retamal/AFPد تیر نظام تر راپرځیدو او قدرت ته د طالبانو تر رسیدو وروسته افغانان له سترو ستونزو سره لاس او ګریوان دي. وچکالي، د دولتي ادارو غیر فعاله کیدل، د پيسو نه شتون او د افغانستان د مالي سرچینو بندیدل، ټول هغه مسایل دي چي د افغانانو مصیبتونه يې لا پسي ور زیات کړي دي.
انځور: Hector Retamal/AFPد (حیدري) په نوم دغو څلورو ورونو د خپل ژوند د سمون او پيسو پیدا کولو له پاره یو ځل بیا په خپلو زړو کارګاوو کي د غالیو اوبدل پيل کړل. دوی د خپلي کورنۍ له ټولو غړو سره قابو تمامه ورځ غالۍ اوبدي. د دغي کورنۍ تیر نسل هم د غالیو اوبدلو کار کاوه.
انځور: Hector Retamal/AFPد غالیو د خرڅلاو له پاره د پیرودونکو لټون هم د دوی له پاره خورا غټه ستونزه ده. د یادي کورنۍ مشر ورور غلام سخی وايي: «موږ باید خپله کورنۍ له همدې لاري ژوندي وساتو. بله چاره نشته.» دغي کورنۍ د طالبانو تر راتګ دمخه د غالیو اوبدل پریښي ول او د ودونو د مراسمو له پاره به يي تازه ګلان خرڅول.
انځور: Hector Retamal/AFP د دغي کورنۍ مشر ورور ۲۸ کلن رووف چي په کابل کي کار او ژوند کوي وايي: «معلومداره خبره ده چې کابل ته د طالبانو په راتګ سره د ودونو او ګلانو خرڅولو کاروبار هم خراب شو. نو ځکه خو مو بیرته د غالیو اوبدولو ته مخه کړه.« رووف د فرانسې خبري آژانس ته وویل: «دا زموږ د نیکونو کسب وو چي زموږ سره يې مرسته وکړه.«
انځور: Hector Retamal/AFPد غالۍ په بشپړیدو سره کورنۍ د شپږو زرو ډالرو د لاس ته راوړلو تمه لري. دا هغه بیه ده چي اوس يې په افغانستان کي کم کسان د ورکولو توان لري.
انځور: Hector Retamal/AFPد افغانستان د غالیو اوبدونکو د انجمن مشر نور محمد نوري، وايي چي اوس د افغانستان د ۳۸ ميلیونه اوسیدونکو له ډلي نه څه کم دوه ميلیونه کسان د غالیو اوبدلو په کاروبار بوخت دي. په افغانستان کي د غالیو اخیستو غوښتنه کمه شوي ده، خو افغاني غالۍ په نړیوال بازار کي لاهم خپل خوښوونکي لري.
انځور: Hector Retamal/AFPپه کابل کي غالۍ خرڅونکی کبیر رووف وايي چې په دي وروستیو میاشتو کي د هري ورځي په تیریدو سره لا زیات کسان غالیو اوبدلو ته چې د افغانستان ملي شتمني ده، مخه کوي. رووف وايي دا مهال زیاتره هغه نجوني چې ښونځی ته نشي تلای او هغه مېرمني چې پر کور ناستي دي د غالیو اوبدلو ته مخه کړې ده.
انځور: Hector Retamal/AFPهرات چي له ایران سره پر پوله پروت دی، هغه ولایت دی چي اوس يې خلک تر هر وخت زیات په غالیو اوبدلو بوخت دي. حاجي عبدالقادر چې اوس يې اتو کورنیو ته د غالیو اوبدلو کار برابر کړی، وايي چې خلک يې هره ورځ د کار له پاره پوښتي. د هغوی ډېری هغه کسان دي چي د غالیو اوبدلو هیڅ تجربه نه لري، خو اوس بله دنده او کار نشته.
انځور: Hector Retamal/AFPد طالبانو راتګ د افغانستان پر تجارتي روابطو هم بد اثر کړی دی او غالۍ چې په لویه کچه بهر ته ليږدول کیدلې اوس په سختۍ سره نړیوالو بازارونو ته رسیږي. حاجي عبدالقادر چي په اونۍ کي نږدې پنځه غالۍ رانیسي، وايي چې له بانکونو څخه په هفته کي یوازي ۴۰۰ ډالره اخیستی شي او دا پیسې يې د کارګرانو معاش هم نه پوره کوي.
انځور: Hector Retamal/AFPحاجي عبدالقادر وايي: »اوس د غالیو له پاره پیرودونکي هم نشته. هیڅ بهرنۍ د غالیو اخیستو له پاره نه راځي.« د هغه په وینا له افغانستان څخه د بهرنیانو له وتلو سره سم يې د غالیو کاروبار هم خراب شوی، خو هغه لا هم خوشبینه دی، ځکه د راپورونو پر اساس خلیجیيهیوادونو ته له افغانستان څخه د هوا له لاري سفرونه پيل شوي دي او دا کار د افغاني غالیو د بازار پیدا کولو هیلي لازیاتوي.
انځور: Hector Retamal/AFP