1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ایران غواړي له ګاونډيو هېوادونو اوبه رانيسي

نجيب الله زيارمل د آلمان خبري آژانس
۱۴۰۴ آذر ۱۴, جمعه

د ايران حکومت پلان لري چي په هيواد کي د سراسري وچکالۍ له امله چي اوبه کمي سوي دي، له گاونډيو هيوادونو څخه اوبه رانيسي. کارپوهانو په دغه هېواد کې د اوبو د مصرف پر ناسم مديريت نيوکې کړي دي.

په ايران کي د رودبال د اوبو ډم
ايران د سراسري وچکالۍ له امله غواړي له ګاونډيو هيوادونو څخه اوبه رانيسيانځور: Ilna

فارس خبري آژانس د چهارشنبې په ورځ د ايران د انرژۍ د وزير عباس علی آبادي له قوله ليکلي: «که کوم هيواد د اوبو پلورلو ته ليواله وي، موږ به يې رانيسو.»

د هغه په خبره، ايران پر دې سربيره د هغو محصولات واردول چي پرورش يې ډېري اوبه مصرفوي هم د کار په دستور کي لري.

د ايران ډېر گاونډيان لکه افغانستان، عراق او له پاکستان سره سرحدي سیمي هم له وچکالۍ او اوبو له کمښت څخه رنځ وړي.

له بلي خوا بيا په شمال کي ارمنستان، نبستاً د اوبو ډېري زېرمي لري.

د نړۍ يو له وچو هيوادونو

ايران يو د نړۍ له وچو هيوادونو څخه دی. په دغه هيواد کي په وروستيو کلونو کي ډېر لږ بارانونه سوي دي.

کارپوهان له کلونو راهسي خبرداری ورکوي چي د ايران په زراعت کي اوبه په سمه توگه نه کارول کيږي. هغه فصلونه چې ډېرو اوبو ته اړتیا لري د اوبو د کمښت سره د سمون پرځای یې د حکومت سبسایډي ترلاسه کړې ده.

د کرهڼي دودیزي طریقې هم بدلي شوي دي، چې د خاوري او اوبو رسولو له پاره یې وژونکي او اوږدمهاله پایلي درلودې، او زرګونه کورنۍ له کلیوالي سيمو څخه وتلي دي.

د ایران او افغانستان تر منځ د اوبو لانجې تر شا مسله څه ده؟

32:03

This browser does not support the video element.

ايران په تيرو ۵۰ کلونو کي له تر ټولو سختي وچکالی سره مخ دی. دغه هيواد اوس داسي الوتني پلان کړي چي پر وريځو مالګه وشندي ترڅو باران وسي.

د ملگرو ملتونو يوه کارپوه کاوه مدني، په فورس مجله کي ليکلي دي چي ايران شپږم پرله پسې کال له وچکالۍ سره مخامخ دی. د هغه په باور د دې وچکاليو دليل اقليمي بدلون دی خو خراب مديريت هم د دې ستونزي لامل دی.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب