1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ایران فضا ته د پوځي سټلایټ استولو ادعا کړې

۱۳۹۹ اردیبهشت ۳, چهارشنبه

د ایران سپاه پاسداران اعلان کړی دی چې تر څو میاشتو ناکامو هڅو وروسته یې بالاخره فضا ته یو پوځي سټلایت استولی دی. دا اقدام په داسې حال کې کیږي چې د ایران او امریکا تر منځ ترینګلتیاوې د لا ډیریدو په حال کې دي.

Iran Trägerrakete mit Satellit
انځور: picture-alliance/AP Photo/Iranian Defense Ministry

د ایران سپاه پاسداران اسلامي د چهارشنبې په ورځ وویل چې په بریالیتوب سره يې د ځمکې مدار ته یو پوځي سټلایت استولی دی. تهران تر دې مخکې هم فضا ته د پوځي سټلایت د استولو ناکامه هڅې کړې وي. د سپاه پاسداران په انترنتي پاڼه کې راغلي دي: «د ایران د اسلامي جمهوریت لومړي سټلایت د سپاه پاسداران له خوا په بریالیتوب سره د ځمکې مدار ته استول شوی دی.»

په انترنت پاڼه کې راغلي دي چې دا اقدام به د ایران له پاره د فضا په برخه کې نوی پرمختګ او لوی بریالیتوب وي. د سپاه پاسداران اسلامي په خبره استول شوی سټلایټ یې د ۴۲۵ کیلومتره واټن وهلی او د ځمکې مدار ته رسیدلی دی. دا د ایران له خوا فضا ته استول شوی لومړی پوځي سټلایت دی.

لا تر اوسه پورې سپاه پاسداران اسلامي دغه ادعا د خپلواکو سرچینو له خوا نه ده تایید شوې او ایران هم د دې ادعا د ثابتولو له پاره انځورونه او یا هم ویډیو نه ده خپره کړې.

تر میاشتو ناکامي وروسته بریالیتوب

ایران په تیرو څو میاشتو کې فضا ته د سټلایټونو د استولو څو ناکامه هڅې کړې دي. د فبروري په میاشت کې د دې هیواد د «ظفر ۱» سټلایت استونه ناکامه شوه. په ۲۰۱۹ کال کې هم د تهران د سټلایت استولو دوه هڅې ناکامه شوې وې.

خو ایران په داسې حال کې خپل لومړي پوځي سټلایت فضا ته استوي چې له امریکا متحده ایالاتو سره یې ترینګلتیا مخ په زیاتیدو ده. تهران په ۲۰۱۵ کال کې د شوي اتومي تړون ټول محدودیتونه تر هغه وروسته له پامه غورځولي دي چې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر له دې تړون څخه په یو اړخیز ډول خپل هیواد بهر کړ او په دې ترتیب یې پر تهران باندې له سره بندیزونه ولګول.

امریکا متحده ایالات وایي چې د ایران له خوا د دغه شان سټلایټونو توغونه د ملګرو ملتونو د هغې اعلامیې خلاف ده چې پر ایران باندې غږ کوي چې د بالیستیک توغندیو پورې تړلې فعالیتونو څخه ډډه وکړي. خو دغه اعلامیه بیا ایران د دې محدودیتونو مراعتولو ته نه مکلفوي او یوازې له دې هیواد څخه غوښتنه کوي چې په اعلامیې کې راغلي موضوعات په پام کې ونیسي.

ایران تر دې مخکې په وار وار سره ټینګار کړی دی چې د اتومي وسلو د جوړولو په هڅه کې نه دی خو د سپاه پاسداران اسلامي له خوا فضا ته پوځي سټلایټ استول په برخه کې ځینې پوښتنې رامنځ ته کوي.

ms/bs (AFP, AP)

زموږ له آرشیف څخه: 
 

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب