1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيایران

ایران د خپل نوي جنګي ډرون مخ کتنه وکړه

۱۴۰۲ آذر ۱۹, یکشنبه

ايران د خپلې هوايي دفاع وړتيا د لوړولو په لړ کې د يکشنبې په ورځ (د دسمبر ۱۰مه) د خپلو نوو جنګي ډرونونو مخ کتنه وکړه. د کرار په نوم نوي ډرونونه له هوا څخه هوا ته ويشتونکو توغنديو باندې مجهز دي.

د آرشیف انځور - د ایران ساخت جنګي ډرون یا بې پيلوټه الوتکې - Iranian Army Office/Zuma Press/picture-alliance
د آرشیف انځور - د ایران ساخت جنګي ډرون یا بې پيلوټه الوتکې - Iranian Army Office/Zuma Press/picture-allianceانځور: Iranian Army Office/Zuma Press/picture-alliance

د ایران رسمي خبري آژانس ایرنا ويلي «په لسونو کرار ډرون چې له هوا څخه هوا ته په وېشتونکو توغنديو باندې مجهز دي، د هېواد په ټولو سرحدي علاقو کې د هوايي دفاع په ځواکونو کې ورزياتې شوي دي.»

د فرانسې خبري آژانس د رپوټ پر اساس، کرار جنګي ډرون، د تهران په یوه پوځي اکاډمۍ کې وښودل شوی چې مراسم ېې پر تلویزيون ښودل کېدل. دغه ډرون تر ۱۰۰۰ کیلومتره فاصلې پورې د پرواز کولو وړتیا لري.

د ایرنا په حواله د ایران د پوځ مشر، جنرال عبدالرحيم موسوي وويل: «دښمنان باید اوس پر خپلې ستراتيژۍ له سره کتنه وکړي» ځکه چې په خبره یې ایراني ځواکونه «لا ځواکمن شوي دي.»

خبرځای زیاتوي، کرار هدايت منونکی ډرون چې لومړنۍ بڼه يې په ۲۰۱۰م کال کې راوتلې وه، د «مجید» پر يو حرارتي توغندي مجهز دی. دغه توغندي په «بشپړه توګه دننه په ایران کې جوړ شوي» چې تر اتو کيلومترو پورې هدف ويشتلی شي.

ایران د ډرون جوړول، په ۱۹۸۰ کلونو کې عراق سره د اته کلنې جګړې پر مهال پيل کړلانځور: Iranian Army/AP/picture alliance

موسوي وويل چې د دغو توغندیو آزمايښتي عملیات د اکتوبر میاشتې په پوځي آزموينو کې کامیاب ول.

د ايران د هوايي دفاع ځواکمنتيا او انکشاف، د یو شمير هېوادونو، په ځانګړې توګه دامریکا متحده ایالاتو او اسرائيل اندېښنې راپارولي دي.

دوی پر تهران تور لګوي چې په منځني ختيځ کې خپلو متحدینو، په ځانګړې توګه د لبنان شيعه ډلې حزب الله او په یمن کې حوثي یاغیانو ته جنګي ډرون یا بې پيلوټه الوتکې ورکوي. ایران همدارنګه د فلسطينيانو لهحماس تندلارې اسلامپالې ډلې څخه چې د اکتوبر په اتمه ېې له اسرائيل سره جګړه پيل کړې، ملاتړ کوي.

بل لور ته اوکراين او غربي متحدين ېې هم تهران پر دې تورنوي چې روسيې ته جنګي ډرون چمتو کوي تر څو د اوکراین په جګړه کې ورڅخه استفاده وکړي، خو ایران بیا دغه ادعاوې ردوي.

غربي حکومتونو پر ایران باندې د وسلو د پلور په تړاو تر اوسه څو دورې تحريمونه لګولي دي. ایران د ډرون جوړول، په ۱۹۸۰ کلونو کې عراق سره د اته کلنې جګړې پر مهال پيل کړل.

آ/م.ک.ص./م.ن.ص.

له آرشیف څخه: 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل