1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ایران وايي پر روحانيونو حمله کوونکی يې اعدام کړ

۱۴۰۱ خرداد ۳۰, دوشنبه

ایران د دوشنبې په ورځ هغه کس اعدام کړ چې د اپریل په سر کې ېې دوه ایراني روحانیون د امام رضا په زیارت کې ووژل او یو بل ېې ټپي کړ. د دغه کس د اعدام حکم د جون مياشتې په سر کې صادر شوی وو.

Iran | Öffentliche Erhängung von zwei Männern
انځور: Karimi Mehr/abaca/picture alliance

د فرانسې خبري آژانس د دوشنبې په ورځ (۲۰۲۲م کال د جون ۲۰) له تهرانه خبر ورکړ چې «عبداللطیف مرادي باندې د اعدام حکم نن سهار د مشهد په وکيل آباد زندان کې د يوه ډله اتباعو او چارواکو په موجودیت کې په دار زړولو سره اجرا شو.»

ياد آژانس دغه خبره د قضا ولایتي قوېې د رئيس، غلامعلي صدیقي له قوله ورکړی چې د میزان په نوم د دغې ادارې پر ویب پاڼه باندې خپور شوی دی. 

په خټه ازبیک دغه ۲۱ کلن په خټه ازبيک، د اپریل میاشتې پر ۵مه، د شیعه ګانو د ستر مذهبي شخصیت امام رضا په زیارت کې حمله وکړه. په دغې حمله کې دوه شیعه روحانیون ووژل شول او یو بل ټپي شو. دغه حمله د روژې په میاشت کې داسې وخت وشوه چې د ایران په تر ټولو ستر ښار مشهد کې ګڼ شمیر عبادت کوونکي راټول شوي ول.

صدیقي ويلي دي چې په «محاربه باندې تورن» حمله کوونکی د زیارت په منځ او حتی بهر په خلکو کې د ويرې او وحشت خپرولو په موخه وسله کارولې ده.

د ولایتي قضا عمومي رئيس، غلامعلي صادقي په دې اړه زیاته کړه: «دغې قضېې ته په نهایت کې د مشهد او انقلاب د عمومي قضا د تحقیق په یوه ځانګړې شعبه کې د پراخو قضايي-امنيتي تحقیقاتو په پایله کې، دقیقه رسیدګي وشوه.» د هغه په خبره په دغې دوسیه کې «ټولو شرعي او قانوني اړخونو» او «د قضا مراحل په بشپړه توګه» رعایت شوي دي.

تر دې وړاندې د تسنیم په نوم خبري آژانس رپوټ ورکړی وو چې هغه د پیښې یو قرباني باندې د چړې شل ګوزارونه کړي ول.

ولایتي قضا د جون پر ۷مه مرادي په اعدام محکوم کړ چې په ادامه ېې د هغه مدافع وکيل سترې محکمې ته عریضه وکړه.

تسنیم همدا ډول زیاته کړې وه چې له حمله کوونکي سره د هغه دوه وروڼه او څلور نور کسان د همکارۍ کولو په تور ونيول شول. ويل شوي چې مرادي «په یو شمیر ټولنیزو رسنیو کې د مختلفو نومونو لاندې لکه، عبداللطیف السلفي، حسن مرادي او ابوالعاقب الموحد فعالیت درلود» او د تکفیري افکارو په خپرولو سره له شیعه ګانو سره د مقابلې په لټه کې وو.

د ځايي رسنیو په حواله، مرادي یو کال مخکې له پاکستان څخه په غیرقانوني توګه ایران ته تللی او په مشهد ښار کې هستوګن شوی وو.

ايراني رهبران په دغې حمله کې «تکفیري عناصر» مسئول ګڼي چې دغه عبارت په ایران او يو شمیر نورو هیوادونو کې راديکال سني اسلامپاله ډلو ته راجع کیږي.

له دوو روحانیونو څخه محمد اصلاني په سملاسي توګه ساه ورکړه او د دوهم روحاني، صادق درايي، د مړینې خبر بیا دوه ورځې وروسته اعلان شو. دغه حمله داسې وخت وشوه چې تر دې څو ورځې مخکې د ايران په شمالي ښارګوټي، ګنبد قابوس، کې دوه سني روحانیون په ډزو وژل شوي ول.

د دغې قضې په تړاو د اپریل په وروستیو کې درې مشکوک کسان چې ويل کيږي سنيان دي ونیول شول، خو هغه وخت حکومتي رسنۍ ويلي وو چې دغه کسان «له کومې تروریستي ډلې سره ارتباط نه لري.»

په ایران کې سنیان د دغه هیواد د ۸۸ میلیونه نفوس څخه چې اکثریت ېې شیعه ګان دي ۵ تر ۱۰ سلنې پوري دي.

د بخښنې نړیوال سازمان تيره مياشت وويل چې ايران په څلورو کلونو کې تيرکال د اعدامونو تر ټولو لوړ کلنی ريکارډ درلود.

دغه سازمان په يوه کلني رپوټ کې ويلي دي چې ایران په ۲۰۲۱م کال کې ۳۱۴ کسان اعدام کړي په داسې حال کې چې په ۲۰۲۰م کال کې دغه رقم ۲۴۶ وو چې ډېر اعدامونه د مخدره موادو له قضیو سره تړلي دي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب