1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستایران

ایران په اصفهان کې نوې اتومي بټۍ جوړوي

۱۴۰۲ بهمن ۱۷, سه‌شنبه

د ايران د اتومي انرژۍ آژانس اعلان کړی دی چې د اصفهان په اتومي څېړنیز مرکز کې يوه نوې اتومي بټۍ جوړوي. دا له هغو تازه طرحو څخه يوه ده چې ايران په دې وروستيو ورځو کې په ډاګه کړي دي.

ايران دمګړۍ يوازې يوه فعاله د اتومي انرژۍ دستګاه لري. په بوشهر کې دا دستګاه کابو درې زره میګاوات بريښنا توليدوي.
ايران دمګړۍ يوازې يوه فعاله د اتومي انرژۍ دستګاه لري. په بوشهر کې دا دستګاه کابو درې زره میګاوات بريښنا توليدوي.انځور: Iranian Presidency/ZUMA/picture alliance

 ايران د دوشنبې په ورځ ويلي دي چې د اصفهان په مرکزي ښار کې د څلورم څېړنیز اتومي رياکتور د جوړولو په حال کې دی. د ايران حکومت د دغه هېواد په جنوب کې د اتومي انرژۍ د يوې نوې مجتمع د جوړولو تر اعلان څو ورځې وروسته دا خبره کړې ده.

د ايران دولتي خبري آژانس ارنا د ايران د اتومي انرژۍ د سازمان د مشر محمد اسلامي، په حواله ويلي دي: «نن په اصفهان کې په ساحه کې د کانکريت د اچولو کار پېل شوی دی.»

ارنا دا لس میګاواټه نوی رياکتور يا بټۍ «څيړنیز رياکتور» بللی دی او ویلي دي چې په دې کې به پر نورو سربیره د سون توکو او اتومي موادو آزموينه او د صنعتي راډيو آیزوټوپونو او راډيو درملو توليد ترسره کيږي. د اصفهان په اتومي څېړنیز مرکز کې لا دمخه هم درې رياکتورونه موجود دي.

د ایران اتومي پروګرام د ټولې نړۍ د انتقاد سره مخامخ دی. د هېواد څخه دباندې کارپوهان په دې آند دي چې دا پروګرام به بالاخره د اتومي وسلو تر جوړولو ورسيږي.

خو ايران په عين حال کې وايي چې دا ډول هیڅ اراده نه لري او اتومي پروګرام یې یوازې ملکي موخې لري.

په ۲۰۱۸م کال کې د امريکا د هغه وخت ولسمشر دونالد ترمپ، له ايران سره په ۲۰۱۵م کې کال د رامنځته شوي تړون څخه ووت. ايران له هماغه وخت راهېسې د امريکا د بندیزونو سره مخامخ دی.

د سترو اتومي قدرتونو سره د سيالۍ د ظرفيت ترلاسه کولو لټه

د ملګرو ملتونو د اتومي انرژۍ د نړيوال آژانس (آې ای اي ای) مشر رفايل ګروسي، په جنورۍ مياشت کې ويلي ول چې ايران له دې آژانس سره خپله همکاري «محدودوي» او د ایران اتومي وضعيت «ناهيلی کوونکی» دی.

د ایران د اتومي انرژۍ سازمان مشر محمد اسلامي، د تېرې پنجشنبې په ورځ ويلي ول چې په سیريک کې يو نوی اتومي کمپليکس د جوړېدو په حال کې دی چې په ورځ کې به د ۵۰۰۰ میګاواټ بريښنا د توليد وړتيا ولري.

محمد اسلامي، د ولسمشر ابراهيم رئيسي، سره يوځای سيمې ته د سفر پر وخت ويلي ول: «موږ په ۲۰۴۱م کال کې په هېواد کې د شل زره ميګاواټ توليدي وړتيا ته بايد ورسيږو.»

دمګړۍ امريکا، فرانسه، چين او جنوبي کوريا هغه پنځه هېوادونه دي چې د شل زره میګاوات څخه د زياتې اتومي بریښنا د توليد وړتيا لري.

ايران دمګړۍ يوازې يوه فعاله د اتومي انرژۍ دستګاه لري. په بوشهر کې دا دستګاه کابو درې زره میګاوات بريښنا توليدوي.

د ارنا د خبري آژانس په حواله د سيريک اتومي کارخانه به تر ۲۰۳۱م کال پورې فعاليت پېل کړي.

ب. ص/ ن. ز (AFP, dpa)

زموږ له آرشيف څخه:

له ایران سره د اټومي تړون فسخه په څه معنی ده؟

10:37

This browser does not support the video element.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل