1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ایران په متقابل غبرګو کي د آلمان دوه ډیپلوماټان اخراج کړي

محمد ابراهيم سپيڅلی
۱۴۰۱ اسفند ۱۰, چهارشنبه

ایران له آلمان څخه د خپلو دوو ډیپلوماټانو د شړلو په غبرګون کي د جرمني دوه ډیپلوماټان«نامطلوب کسان»بللي او له هیواده يې اخراج کړي دي.د آلمان د باندنیو چارو وزارت د آلماني ډیپلوماټانود شړلو حکم«خپلسري او بې دلیله» بللی دی.

Iran | Deutsche Botschaft in Teheran
انځور: Fatemeh Bahrami/AA/picture alliance

د ایران د باندنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني د چهارشنبې په ورځ په تهران کي د دغي کړني دلیل د آلمان له خوا «د ایران په کورنیو او قضايي چارو کي غیري مسؤلانه لاسوهنه» یاده کړه.

د آلمان د باندنیو چارو وزارت دغه پرېکړه د «انتظار وړ» خو «بې دلیله» وبلل. 

اړوند: آلمان ۴۰ روسي ډیپلوماټان باسي
د آلمان د باندنیو چارو وزیري انالينا بيربوک تېره اوونۍ د ايران شارژدافیر احضار کړی وو.

د آلمان د باندنیو چارو وزارت دغه کار د ایران لاصله آلماني بندي، جمشید شارمهد ته په ایران کي د محکمې له خوا د اعدام د امر صادرولو په ځواب کي کړی و. 

دغه ۶۷کلن فعال او سافټ ویر جوړونکی په ایران کي د "افساد في الارض" یا «په مځکه کي د فسادونو» په کولو محکوم سوی دی. 

اړوند: ډيپلوماټان: امريکايان د افغانستان څخه د وتلو په لټه کي دي

ایراني مسؤلانو شرمهد د یوې سلطنت پلوي ډلي غړی یاد کړی دی، دا ډله په ۲۰۰۸ کال په یوې خونړۍ حملې کي په لاس لرلو مسؤله ګڼل کیږي.

د آلمان د باندنیو چارو وزارت په ټینګار سره ویلي دي چي د دوو ایراني ډيپلوماټانو د ایستلو پرېکړه يې ایران لاصله الماني ته په ایران کي د یوې محکمې له خوا د اعدام د حکم د صادرولو او «د نوموړي د زیاتو بشري حقونو څخه د پراخي سرغړوني» په ځواب کي کړې ده.

اړوند: دوه ډيپلوماټان د افغانستان څخه وتلو ته اړ سول

د آلمان د باندنیو چارو وزارت په وینا، له ایران څخه د آلماني ډيپلوماټود شړلو حکم «خپلسري او د دلیل وړ نه دی، هغه هیڅ ګناه او نمیګړتیا نه لري.»

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب