ایران: په ټاکنو کې د خلکو ونډه کمه وه
۱۳۹۴ اسفند ۸, شنبه![](https://static.dw.com/image/19078860_800.webp)
اعلان
که څه هم چې ټاکنیز مرکزونه زیات وخت پرانستي پریښول شوي ول، خو بیا هم تر هغه کمو خلکو خپله رای وکاروله چې تمه یې کیدله.
د ایران د کورنیو چارو د وزارت د یوه ویاند په حواله د ۵۵ ملیونو د رای ورکونې مسحقو ایرانیانو څخه تقریباً ۵۸ فيصدو یې په ټاکنو کې ګډون وکړ او په دې توګه په ټاکنو کې د خلکو ګډون د څلور کاله مخکې څخه کم وو. د ۲۰۱۲م کال په پارلماني ټاکنو کې ۶۴،۲ سلنه کسانو برخه اخیستې وه.
د باور وړ نتایج نه دي اعلان شوي
ځيني رسنۍ رپوټ ورکوي چې د سخت دریځو په مقابل کې د ولسمشر حسن روحاني اصلاح خوښونکي مخکښه دي. خو د ایران د «فارس» او «تسنیم» خبري آژانسونه بیا وايي چې ځيني محافظه پال بریالي شوي دي. خو د ایران د کورنیو چارو د وزارت ویاند حسین علي امیري دغه رپوټونه رد کړل او د اټکلونو څخه یې خبرداری ورکړ.
اميري وویل چې که څه هم د یو څو کوچینو ناحیو انتخاباتي نتایج ورته رسیدلي خو پر بنیاد یې داسې کومې ادعاوې نه شو کولای. نوموړي وویل چې په تیره بیا د تهران په څير د سترو ښارونو پایلې لا نه دي روښانه. د امیري په خبره په ځينو ښارونو کې به د ټاکنو دوهم پړاو ترسره کیږي ځکه دغلته کاندیدانو د رایو اړین شمیر نه دی پوره کړې.
د ولسمشر حسن روحاني له پاره آزموینه
د پارلمان د ۲۹۰ څوکیو له پاره د جمعې په ورځ ۴۸۴۴ کاندیدانو ځانونه معرفي کړي ول چې ۵۰۰ یې ښځې وې. د دې ترڅنګ د «خبرګانو د مجلس» ۸۸ غړي هم وټاکل شول چې د ایران د مذهبي مشر ایت الله علي خامنه اي د مړینې په صورت کې به د نوموړي ځای ناستې ټاکي. دا ټاکنې د ولسمشر حسن روحاني له پاره چې په پارلمان کې د معتدل اړخ د اکثریت هیله لري، یوه آزموینه هم بلل کیږي. خو د روحاني د اصلاحاتو د پروګرامونو ډیرو پلویانو ته د کاندیدو اجازه ور نه کړل شوه.
د ایران پارلمان چې د ۲۰۰۴م کال راهیسې د محافظه پالو تر نفوذ لاندې دی، په دې وروستیو کالو کې یې تل د اصلاحاتو مخه نیولې ده. څارونکي په دې آند دي چې ولسمشر حسن روحاني د اصلاحي پروګرامونو پلوي قوتونه به په ټاکنو کې د خلکو د ۶۰ سلنه ونډې څخه ګټه پورته کړي.