شخړيآسیا
ایران: څلور کسان د اسرائیلو سره د همکارۍ په تور اعدام سول
۱۴۰۱ آذر ۱۳, یکشنبه![Iran Evin Gefängnis](https://static.dw.com/image/63600247_800.webp)
اعلان
د ایران عدلي چاروکو په خپله انټرنیت پاڼه کي خبر ورکړی دی چي پرهغوی باندي نن یکشنبه سهار د اعدام حکم تطبیق سوی دی. د هغوی د ارقامو په حواله دغه څلور کسان چي په یوه جنايي بانډ پوري اړه لري، د همدې کال په می میاشت کي نیول سوي وه. تیره چهارشنبه بیا هغوی د اسرائیلو د استخباراتي ادارې سره د همکارۍ او یرغمل نیولو په تور د اعدام په جزا محکوم سول.
د بشر د حقوقو د سازمانونو په حواله ایران تر چین وروسته د دنیا د هغو هیوادونو په جمله کي راځي، چي تر ټولو ډیر بندیان پکښي اعدامیږي.