ایران، چین، روسیه او اوکراین؛ د جې۷ غونډې اصلي موضوعګانې
۱۴۰۲ فروردین ۲۸, دوشنبهد نړۍ اوه صنعتي هیوادونه؛ امریکا، بریتانيا، آلمان، فرانسه، ايټالیا، جاپان او کاناډا نن دوشنبه د اپریل ۱۷مه د جاپان په مرکز ساحلي ښار، کاروئیتساوا، کې په خپله غونډه کې د هند او پیسفیک سېمې اړوند پر تر ټولو مهمو موضوعاتو بحثونه وکړل. د روسېې او اوکراین جګړه او د ټايوان په هکله د چين وروستي تحرکات هم د هغو موضوع ګانو له جملې څخه دي چې په دغه ناسته کې پرې بحث وشو.
د جاپان د بهرنیو چارو وزير، د یکشنبې په ماښام د دغې غونډې د پرانیستنې پر مهال وويل: «موږ هر ډول یو اړخيزې هڅې چې غواړي اوسني نظم ته په تاوتریخوالي سره بدلون ورکړي، ردوو... د جي۷ دغه قاطعانه تصمیم به نړیوالو ته د قانون د حاکمیت پر بنست ولاړ د نړیوال نظم ساتنه وښيي.»
ورته نور ولولئ:بېربوک جاپان ته ورسېده؛ پر کومو موضوعاتو خبرې کيږي؟
د جاپان د بهرنیو چارو وزیر ټينګار وکړ چې پر نړیوالو ستونزو غلبه او چین سره د یوې «باثباته او جوړونکې» رابطې بیاررغوول، ډير مهم دي.
د هغه په خبره، د جي۷ ډلې د بهرنيو چارو وزيران د ټایوان په تنګي کې پر سولې او ثبات ټينګار کوي او هغه د «نړېوالې ټولنې د امنیت او رفاه له پاره د یو داسې عامل په توګه پېژنې چې سترګې پرې پټېدای نه شي.» چين تایوان د خپلې خاورې یوه برخه ګڼي او وايي چې دغه جزیره به حتی په تاوتریخوالي سره هم بېرته چين ته راوګرځوي.
د آلمان ZDF تلویزیون د آلمان د بهرنيو چارو له وزېرې، انالینا بېربوک څخه پوښتنه وکړه که چېرته د چین او تایوان تر منځ وضعیت لاپسې ترينګلی شي نو آلمان به له تایوان څخه ملاتړ وکړي؟ بېربوک ېې په ځواب کې وويل: «اصلي موضوع دا ده چې موږ ترينګلتياوې راکمې کړو، په همدې دليل د "څنګه، که او په هغه صورت کې "په څير هر ډول انګيرنې غلطې دي. خو باید دا مسئله روښانه کړو چې موږ به هيڅ کله یوه پوځي نښته ونه منو.»
ورته نور ولولئ:تايوان ته نيږدې د چين د پوځي تمريناتو سره سم د امریکا د جنګي بېړۍ ګزمه
د انالينا بېربوک په خبره د جي۷ په غونډه کې همدارنګه د امریکا متحده ایالاتو او چین د روابطو په هکله هم خبرې شوي دي.
د اوکراین جګړه
د نړۍ د اوو سترو صنعتي هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د روسېې ولسمشر ولاديمیر پوتین ته په خپل وړانديز کې د جګړې پر فوري پای او له قید و شرط پرته د خپلو ټولو سرتېرو پر ایستلو ټينګار کړی دی. دغو هیوادونو همدارنګه د مسکو پر اټومي ګواښونو هم کلکې نېوکې کړي دي.
چین
د جاپان په غونډه کې د چین پر وروستيو ګواښکونکو تحرکاتو هم ډير تمرکز شوی دی. د جاپان په یو امنيتي سند کې د چین سمندر په شرق او جنوب کې د دغه ستر قدرت د پوځي اقداماتو یادونه شوې او هغه ېې «په ټولو وختونو کې د تر ټولو سترې ستراتيژیکې ستونزې» په توګه یاد کړی دی.
ورته نور ولولئ:چين په دويمه ورځ هم د تايوان شاوخوا نظامي تمريناتو ته ادامه ورکړې
خو دا ېوازې جاپان نه دی چې اندېښنه کوي چې چین به د تایوان پر وړاندې احتمالا پر داسې یو اقدام لاس پورې کړي لکه څرنګه چې روسېې د اوکراین پر وړاندې وکړ. جاپان هڅه کوي چې د چين ديکتاتوورۍ پر وړاندې کوم چې په تاوتريخوالو سره د نړېوال امنیت د پاشلو په لټه کې دی، یوه مصممه جبهه جوړه کړي.
افغانستان
د جي۷ ډلې د بهرنیو چارو وزیران به د هند او پسفیک سېمې په غونډه کې د افغانستان په هکله هم خبرې وکړي. په افغانستان کې د ۲۰۲۱م کال په اګست کې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهيسې د ښځو حقونو د دغې اسلامپاله ډلې لخوا په پراخه کچه نقض شوي، چې په غونډه کې به پرې بحث وشي. د دې ترڅنګ به د افغانستان خلکو ته د مرستې رسولو پر موضوع هم خبرې اترې وشي.
ورته نور ولولئ:طالبانو د نجونو تحصيل د ممنوعيت دفاع وکړه؛ جي۷ سخت غبرګون ښوولی
ایران
د ايران په هکله به په غونډه کې ایران سره د اټومي پروګرام په اړه ځنډول شوې خبرې او د ایران حکومت له خوا اعتراض کونکو سره د تاوتریخوالي ډک چلن پر موضوع ګانو بحثونه وشي.
دویچه ویله ف/م.ک.ص./س.ر