د ایران د فوټبال اتحاديې د جمعې په ورځ وويل چې په راتلونکې کې به په دغه هېواد کې ښځو ته اجازه ورکړل شي چې په لوبغالي کې د فوټبال د لوبو ننداره وکړي.
د اتحاديې په خبره، د ایران د فوټبال فدراسیون مشر، مهدي تاج، د يو مراسم په څنډه کې وويل چې «له نېکه مرغه د هیواد د امنيت شورا دغه موضوع تصديق کړې او یوه کاري ډله تشکيل شوې تر څو ېې پر اجرايي کولو باندې تصمیم ونیسی.»
ورته نور ولولئ:د فوټبال په نړيوالو سياليو کي د ايران ماتې؛ په کردستان کي جشن وو
د ایران امنیت شورا چې يوه ځواکمنه مرجع او له پارلمانه لوړه ده، دفاعي او له اسلام څخه د دفاع په څېر مسائيلو سره سر او کار لري. د دوی پرېکړې د مذهبي مشرانو له خوا تر تائيد وروسته، نهايي کيږي.
د آلمان خبري آژانس په حواله، دا چې د ايران ښځې به له کله او د کومو شرايطو مطابق دغه اجازه ترلاسه کړي، په سملاسي توګه روښانه نه ده.
ښځو ته په ايران کې يوازې په ځينو استثنايي حالاتو کې اجازه ورکړل شوې چې په لوبغالي کې د فوټبال لوبې ننداره وکړي، چې په دې ترڅ کې تر ټولو وروستی مورد د روسيې خلاف یوه دوستانه لوبه کې وو.
ورته نور ولولئ: ايران غواړي ښځې د فوټبال لوبغالي ته پرېږدي
د ایران محافظه کاره روحانیون استدلال کوي چې ښځې نشي کولي د فوټبال په ستيډيوم کې د خپلې خوښې نارينه لوبغاړي سره تړاو او له پاره ېې خپل احساسات ښکاره کړي. په وروستيو کلونو کې دغه محدودیت د فوټبال نړېوال فدراسیون، فيفا، له لورې د فشار په نتيجه کې يو څه نرم شوی دی.
آ/م.ک.ص./م.ن.ص.
د فوټبال پر موضوع زموږ له آرشیف څخه یو انځوریز البوم هم کتلی شئ:
د اروپا تر ټولو سترد فوټبال لوبغالِ
اروپا هغه قاره ده چې فوټبال په کې ډېر وده کړې او دغه ورزش پکې ډېر مینه وال لري. د اروپا د فوټبال لیګ هم خپل خاص شهرت لري او طبيعي ده چې په دغه لویه وچه کې د فوټبال ستر لوبغالي هم شته. یو شمېر تر ټولو غوره ېې درپېژنو. انځور: H. Blossey/blickwinkel/picture alliance پوشکاش ارینا، بوداپست هنګري پوشکاش د اروپا د نوو ستډيومونو څخه دی چې په ۲۰۱۹م کال کې پرانیستل شو. په ۲۰۲۱م کال کې د اروپا د اتلولۍ سیاليو له ځایونو څخه یو وو او روان کال په کې د اروپا لیګ پای لوبه په کې وشوه. په دغه ستډيوم کې ۶۷زره او ۲۱۵ نندارچیان ځایږي.
انځور: Robert Michael/dpa/picture alliance سيګنال ایدونا پارک، درتموند آلمان د آلمان په دورتموند ښار کې د فوټبال دغه لوبغالي له ۱۹۷۴ راهیسې د بوروسیا دورتموند د فوټبال کلب (BVB Dortmund) کور دی. د سټديوم «زيړ دېوال» او موزیم ېې لا ډېر شهرت ورپه برخه کړی دی. که څوک غواړي د دورتموند فوټبال ټیم د لاسته راوړنو او تاریخ په هکله لاډير معلومات حاصل کړي، موزیم څخه ېې کتنه به ورسره مرسته وکړي.
انځور: H. Blossey/blickwinkel/picture alliance الیانڅ ارينا - مونشن، آلمان د آلمان په مونشن ښار کې د فوټبال دغه سټډیوم تر ډېره د هغه په ۲۸۰۰ څراغونو چې رنګونه ېې بدلوي، پېژندل کیږي. دا د آلمان په سطحه دوهم ستر سټډیوم دی چې د ۷۵زره نندارچیانو له پاره څوکۍ لري. الينانڅ ارینا همدارنګه مونش ښار څخه د لېدونکو سیلانیانو له پاره یو مقصد ځای هم دی.
انځور: Harry Langer/DeFodi Images/picture alliance د سنتیاګو برنابئو ستډیوم - مادرید، هسپانیا د هسپانیا په مادرید ښار کې د فوټبال دغه ستډيوم یا لوبغالي د رغولو کار په ۱۹۴۷ کې بشپړ شو. دا د څه باندې ۷۰ کلونو راهیسې د د ریال مادرید مشهور ټیم کور دی. په دغه سټډيوم کې له ۸۱زرو یو څه ډېر نندارچیانو ته ځای شته.
انځور: Jonathan Moscrop/empics/picture alliance کمپ نوه - بارسيلونا، هسپانيا د اروپا د فوټبال په نامتو لوبغالو کې یو هم د هسپانيا په بارسیلونا ښار کې د نوه کمپ سټديوم دی. دغه ځای په ۱۹۵۷ کې رغول شوی او د شاوخوا یو لک یا سل زره نندارچیانو له پاره ځای لري.
انځور: Tony Marshall/dpa/picture alliance د ومبلې سټډیوم - لندن، بریتانیا د بریتانیا په لندن ښار کې د ومبلې سټډیوم د فوټبال په سل کلنه نړۍ کې یو افسانوي نوم دی. انګلستان یوازینی ورلد کپ هم په همدغه سټډيوم کې ګتلی. که څه هم په ۲۰۰۳م کال کې ېې زړه بڼه تخریب او پر ځای ېې له هغه پراخ بل جوړ شو، خو شهرت ېې بيا هم په خپل ځای پاته دی. د ځینو سرچېنو په حواله په دغه سټډيوم کې شاوخوا ۹۰ زره کسان ځایږي.
انځور: Gary Oakley/Zumapress/picture alliance اولد ترافورد - مانچستر، انګلند په بريتانيا کې د فوټبال دغه سټډیوم هم د اروپا په غوره سټډیومونو کې راځي. د شاوخوا ۷۵ زره نندارچیانو له پاره د ناستې ځای لري. له وُلد ترافورد څخه د دوهمې نړېوالې جګړې پر مهال د پوځي زېرمې په مقصد استفاده کېده چې په ۱۹۴۱ کې د آلماني ځواکونو په بمباريو کې ورته درانه زیانونه واوښتل.
انځور: Nick Potts/empics/picture alliance انفيلد - ليورپول، انګلیند د بريتانيا په ليورپول کې د انفېلد سټډيوم هم د اروپا د فوټبال په غوره سټډیومونو کې راځي. دا د ليورپول ټیم کور دی چې په وروستیو کې ېې بیارغونه شوې ده. په دغه لوبغالي کې تر ۵۴ زرو پورې ننداره چیان ځایږي. د دغه لوبغالي هره برخه خپلې ځانګړتيا او داستان لري، په تېره د «This is Anfeld» نښه، چې لوبغاړي د لوبې تر ګټلو وروسته هغه لمس کوي.
انځور: Paul Ellis/empics/picture alliance د ايټاليا په میلان کې د جوزپه مه آتزا سټډیوم دغه سټډیوم چې تقریبا سل کاله عمر لري، سن سیرو هم ورته وايي. دا د ۷۵زره نندارچيانو له پاره ځای لري. جوزپه مه آتزا، د یوې لوېې فضايي بېړۍ په شکل دی دی چې د میلان او د اې سي میلان ټیمونو کور دی. په پام کې ده چې دغه زوړ سټډیوم تخریب شي، هغه تصمیم چې ډېر غبرګونونه ېې راپارولي دي.
انځور: Jonathan Moscrop/Newscom/picture alliance شتاد دې فرانس - پاریس فرانسه په پاریس کې د شتاد دې فرانس د فوټبال سټډیوم د ۱۹۹۸ نړېوال جام له پاره جوړ کړ. په دغه ستر لوبغالي کې ۸۰زره څوکۍ لګول شوي او يو په زړه پوری بام لري. فرانسه غواړي دغه سټډیوم د ۲۰۲۴م کال المپیا مسابقو له پاره چې په پاریس کې کیږي، مودرينایزد یا عصري کړي.
انځور: Jacques Demarthon/dpa/picture-alliance