پس له ۴۰ کلونو څخه دا لومړی ځل دی چي ایراني ښځو ته اجازه ورکول کیږي تر څو په تهران کی د فوټبال د مسابقې د لیدلو له پاره یوه ورزشي سټوډیوم ته ولاړې سي.
انځور: khabarvarzeshi.com
اعلان
د ایسنا خبري آژانس د یکشنبه په ورځ رپوټ ورکړی دی چي ښځي کولای سي له پرسپولیس سره د ایران د فوټبال ټیم استقلال ترمنځ لوبې د لیدلو له پاره په تهران کي حضور پیدا کړي.
په پام کي ده چي د پلازمینې د دغو دوو غوره ټیمونو لوبه به د دسمبر پر ۱۴ وسي او په ایران کي د فوټبال د کلنیو لوبو تر ټولو جذابه لوبو په نوم شهرت لري.
د دغه خبري آژانس د رپوټ په یوه برخه کي راغلي دي چي تر اوسه لا معلومه نه ده چي څومره شمیر ښځو ته به، دغه ستر ستوډیوم ته چي په یوه وخت کي د ۱۰۰ زرو لیدونکو له پاره ځای لري، د داخلیدو اجازه ورکول سي.
پهایرانکي په ۱۹۷۹م کال کي د اسلامي انقلاب راهیسي د ښځو او فوتبال موضوع د بحث یوه جنجالي موضوع وه. د نوموړي هیواد محافظ کاره روحانیون ټینگار کوي چي ښځي باید په سټودیمونو کي د نارینه مینه والو او مبتذلو ترانو پر وخت حضور و نه لري. په تیره بیا د استقلال او پرسپولیس ترمنځ ښاري مسابقې جنجالي وي، دا ځکه چي د لوبو په ترڅ کی په تکرار سره د لوبو د مینه والو او پولیسو ترمڼځ له زورزیاتیو ډک اخ و ډبونه رامنځته سوي دي.
داسي ښکاري چي د فوټبال د نړیوال فدراسیون (فیفا) د فشار له امله دغه ډول ممنوعیت له تیر کال راهیسي راکم سوی دی. په تیرو څو ورځو کي لا یو شمیر ښځو ته اجازه ورکړه سوه، ترڅو د آسیايي لیگ په لوبو کي له نارینه وو څخه بیل ځایونو کي برخه واخلي.
د اخلاقي چلن د پوليسو په زندان کې د ايرانۍ کردۍ مهسا امیني وژل کېدو د «ښځه، ژوند، خپلواکي» غورځنګ وزېږاوه چې د ایران تاریخ کې بې ساری دی او د ځپل کيدو پر هڅو سربيره هم د نړيوال پيوستون سره مخامخ شو.
انځور: UGC
یو کال بې پایلې ځپل
دا انځور د ۲۰۲۳ میلادي کال د سپټمبر په ۱۲مه د پلازمینې تهران پر يوه سړک اخیستل شوی دی. یو کال وړاندې د سپټمبر په ۱۳مه د چهارشنبې په ورځ ځوانه نجلۍ له خپلې کورنۍ سره تهران ته په سفر تللې وه، چې حقانې میترو ته څېرمه د ارشاد ګزمې يا اخلاقي چلن پولیسو ونېوله. په دې واټن کې ایران د ښځه، ژوند، خپلواکي ستر غورځنګ، سرکوبولو، نړېوال پیوستون او د جمهوري اسلامي حکومت د لا ډېر مشروعیت له منځه تلو شاهد شوی.