د ایران نیمه دولتي خبري آژانس مهر، د دوشنبې په ورځ ویلي دي چې د دې هیواد د پارلمان یوه لوړپوړي چارواکي مجتبی ذوالنور، پر ایران د امریکا د برید په صورت کې اسرائیلو ته سخت ګواښ کړی دی. اسرائیل په سیمه کې د امریکا متحده ایالاتو تر ټولو لوی متحد بلل کیږي.
په وروستیو وختونو کې د امریکا متحده ایالاتو او ایران تر منځ اړیکې ډیرې ترینګلې شوې دي. خبره خو آن تر دې حده پورې مخکې تللې وه چې ولسمشر دونالد ترمپ، د ایران له خوا د واشنګټن د یوې بې پیلوټه الوتکې تر ویشتلو وروسته، پر دې هیواد باندې د پوځي برید امر کړی وو. ترمپ بیا وروسته له خپلې دې پریکړې پر شا شو او روښانه کړې یې وه چې دغه برید یې د ملکي تلفاتو د رامنځ ته کیدو د امکان له کبله لغوه کړی وو.
محبتی ذوالنور چې د ایران د پارلمان د ملي امنیت او بهرنۍ پالیسو د کمیسیون مشر دی، د دوشنبې په ورځ ویلي دي: «که امریکا پر موږ برید وکړي، نو د اسرائیلو د ژوند یوازې نیم ساعت به پاتې وي.»
(ms/nz (reuters
زموږ له ارشیف څخه:
تر ټولو زيات پوروړي هيوادونه کوم دي؟ ـ انځوريز البوم
د کلني ناخالص ملي توليداتو په پرتله د کومو هيوادونو دباندنيو قرضو کچه تر ټولو زياته ده. افغانستان، ايران، پاکستان او هند څومره پوروړي دي؟ په دغه انځوريز البوم کي د نړۍ تر ټولو زيات پوروړي هيوادونه وپېژنئ:
انځور: picture alliance/dpa Themendienst/C. Seidel۱۸۵ مقام ـ هانګ کانګ او ماکوا ـ ۰ سلنه
هانګ کانګ او ماکوا هيوادونه د نړيوال وجهي صندوق د اعداد او شمېرو له مخي په ۲۰۱۷م کال د خپلو ټولو ملي ناخالص توليداتو ۰ سلنه باندنۍ قرضې درلودې. په دې توګه دغه دوه هيوادونه د نړۍ تر ټولو لږ پوروړي هيوادونه دي.
انځور: Reuters/A. Song۱۸۳ مقام ـ برونای ـ ۳ سلنه
برونای هيواد د نړيوال وجهي صندوق د اعداد او شمېرو له مخي په ۲۰۱۷م کال د خپلو ټولو ملي ناخالص توليداتو ۳ سلنه باندنۍ قرضې درلودې. په دې توګه دغه هيواد په نړۍ کي دويم نمبر تر ټولو کمې قرضې لرونکی دی.
انځور: Reuters/A. Rani۱۸۲ مقام ـ افغانستان ـ ۷ سلنه
افغانستان په دغه ليست کي تر برونای او هانګ کانګ هيوادونو وروسته دويم تر ټولو کمي قرضې لرونکی هيواد دی. د نړيوال وجهي صندوق د اعداد او شمېرو له مخي دغه هيواد په ۲۰۱۷م کال کي د خپلو ټولو ملي ناخالص توليداتو ۷ سلنه باندنۍ قرضې درلودې.
انځور: Getty Images/AFP/D. Faget۱۲۲ مقام ـ ايران ـ ۴۱ سلنه
ايران د نړيوال وجهي صندوق د اعداد او شمېرو له مخي په ۲۰۱۷م کال د خپلو ټولو ملي ناخالص توليداتو ۴۱ سلنه باندنۍ قرضې درلودې.
انځور: picture alliance/AP Photo/V. Salemi۵۷ مقام ـ آلمان (جرمني) ـ ۶۴ سلنه
آلمان د نړيوال وجهي صندوق د اعداد او شمېرو له مخي په ۲۰۱۷م کال د خپلو ټولو ملي ناخالص توليداتو ۶۴ سلنه باندنۍ قرضې درلودې.
انځور: Imago/Rolf Zöllner۵۲ مقام ـ پاکستان ـ ۶۷ سلنه
پاکستان د نړيوال وجهي صندوق د اعداد او شمېرو له مخي په ۲۰۱۷م کال کي د خپلو ټولو ملي ناخالص توليداتو ۶۷ سلنه باندنۍ قرضې درلودې.
انځور: picture-alliance/Photoshot/S. Seherهند د نړيوال وجهي صندوق د اعداد او شمېرو له مخي په ۲۰۱۷م کال کي د خپلو ټولو ملي ناخالص توليداتو ۷۰ سلنه باندنۍ قرضې درلودې.
انځور: picture-alliance/dpaقبرس د نړيوال وجهي صندوق د اعداد او شمېرو له مخي په ۲۰۱۷م کال کي د خپلو ټولو ملي ناخالص توليداتو ۹۹ سلنه باندنۍ قرضې درلودې.
انځور: DW/P. Kouparanis۱۹ مقام ـ موزمبيق ـ ۱۰۲ سلنه
موزمبيق د نړيوال وجهي صندوق د اعداد او شمېرو له مخي په ۲۰۱۷م کال کي د خپلو ټولو ملي ناخالص توليداتو ۱۰۲ سلنه باندنۍ قرضې درلودې.
انځور: picture-alliance/maxppp۱۸ مقام ـ بهوټان ـ ۱۰۲ سلنه
بهوټان د نړيوال وجهي صندوق د اعداد او شمېرو له مخي په ۲۰۱۷م کال کي د خپلو ټولو ملي ناخالص توليداتو ۱۰۲ سلنه باندنۍ قرضې درلودې.
انځور: Reuters/C. McNaughton مصر د نړيوال وجهي صندوق د اعداد او شمېرو له مخي په ۲۰۱۷م کال کي د خپلو ټولو ملي ناخالص توليداتو ۱۰۳ سلنه باندنۍ قرضې درلودې.
انځور: picture-alliance/dpa/M. Tödt۱۶ مقام ـ بلجيم ـ ۱۰۳ سلنه
بلجيم د نړيوال وجهي صندوق د اعداد او شمېرو له مخي په ۲۰۱۷م کال کي د خپلو ټولو ملي ناخالص توليداتو ۱۰۳ سلنه باندنۍ قرضې درلودې.
انځور: Getty Images/AFP/T. Monasse۱۵ مقام ـ جمايکا ـ ۱۰۴ سلنه
جمايکا د نړيوال وجهي صندوق د اعداد او شمېرو له مخي په ۲۰۱۷م کال کي د خپلو ټولو ملي ناخالص توليداتو ۱۰۴ سلنه باندنۍ قرضې درلودې.
انځور: Imago/imagebroker۱۴ مقام ـ د امريکا متحده ايالات ـ ۱۰۸ سلنه
امريکا متحده ايالات د نړيوال وجهي صندوق د اعداد او شمېرو له مخي په ۲۰۱۷م کال کي د خپلو ټولو ملي ناخالص توليداتو ۱۰۸ سلنه باندنۍ قرضې درلودې. په دې توګه د نړۍ دغه نظامي او اقتصادي قوت يو له تر ټولو زيات پوروړو هيوادونو څخه دی.
انځور: picture-alliance/chromorange۱۳ مقام ـ سينګاپور ـ ۱۱۱ سلنه
سينګاپور د نړيوال وجهي صندوق د اعداد او شمېرو له مخي په ۲۰۱۷م کال کي د خپلو ټولو ملي ناخالص توليداتو ۱۱۱ سلنه باندنۍ قرضې درلودې.
انځور: Imago/Manngold۱۲ مقام ـ کانګو جمهوريت ـ ۱۱۹ سلنه
کانګو جمهوريت د نړيوال وجهي صندوق د اعداد او شمېرو له مخي په ۲۰۱۷م کال کي د خپلو ټولو ملي ناخالص توليداتو ۱۱۹ سلنه باندنۍ قرضې درلودې.
انځور: DW/J. Kanyunyu۱۱ مقام ـ ګامبيا ـ ۱۲۳ سلنه
ګامبيا د نړيوال وجهي صندوق د اعداد او شمېرو له مخي په ۲۰۱۷م کال کي د خپلو ټولو ملي ناخالص توليداتو ۱۲۳ سلنه باندنۍ قرضې درلودې.
انځور: picture-alliance/robertharding/J. Lightfoot۱۰ مقام ـ پرتګال ـ ۱۲۶ سلنه
پرتګال د نړيوال وجهي صندوق د اعداد او شمېرو له مخي په ۲۰۱۷م کال کي د خپلو ټولو ملي ناخالص توليداتو ۱۲۶ سلنه باندنۍ قرضې درلودې.
انځور: DW/J. Faget۹ مقام ـ سوډان ـ ۱۲۶ سلنه
سوډان د نړيوال وجهي صندوق د اعداد او شمېرو له مخي په ۲۰۱۷م کال کي د خپلو ټولو ملي ناخالص توليداتو ۱۲۶ سلنه باندنۍ قرضې درلودې.
انځور: picture-alliance/Anadolu Agency/O. Elif Kizil۸ مقام ـ کپ وېردې ـ ۱۲۶ سلنه
کپ وېردې هيواد د نړيوال وجهي صندوق د اعداد او شمېرو له مخي په ۲۰۱۷م کال کي د خپلو ټولو ملي ناخالص توليداتو ۱۲۶ سلنه باندنۍ قرضې درلودې.
انځور: DW/A. Semedo۷ مقام ـ ايريتريا ـ ۱۳۱ سلنه
ايريتريا د نړيوال وجهي صندوق د اعداد او شمېرو له مخي په ۲۰۱۷م کال کي د خپلو ټولو ملي ناخالص توليداتو ۱۳۱ سلنه باندنۍ قرضې درلودې.
انځور: Reuters/T. Negeri۶ مقام ـ ايتاليا ـ ۱۳۱ سلنه
ايټاليا د نړيوال وجهي صندوق د اعداد او شمېرو له مخي په ۲۰۱۷م کال کي د خپلو ټولو ملي ناخالص توليداتو ۱۳۱ سلنه باندنۍ قرضې درلودې.
انځور: picture-alliance/dpa/M. Murat۵ مقام ـ باربادوس ـ ۱۳۳ سلنه
باربادوس هيواد د نړيوال وجهي صندوق د اعداد او شمېرو له مخي په ۲۰۱۷م کال کي د خپلو ټولو ملي ناخالص توليداتو ۱۳۳ سلنه باندنۍ قرضې درلودې.
انځور: picture-alliance/roberthardingيمن د نړيوال وجهي صندوق د اعداد او شمېرو له مخي په ۲۰۱۷م کال کي د خپلو ټولو ملي ناخالص توليداتو ۱۴۱ سلنه باندنۍ قرضې درلودې.
انځور: picture alliance/dpa۳ مقام ـ لبنان ـ ۱۵۳ سلنه
لبنان د نړيوال وجهي صندوق د اعداد او شمېرو له مخي په ۲۰۱۷م کال د خپلو ټولو ملي ناخالص توليداتو ۱۵۳ سلنه باندنۍ قرضې درلودې.
انځور: DW/B. Gerdziunas۲ مقام ـ يونان ـ ۱۸۱ سلنه
يونان د نړيوال وجهي صندوق د اعداد او شمېرو له مخي په ۲۰۱۷م کال کي د خپلو ټولو ملي ناخالص توليداتو ۱۸۱ سلنه باندنۍ قرضې درلودې.
انځور: picture-alliance/dpa/G. Fotis Plegas۱ مقام ـ جاپان ـ ۲۳۶ سلنه
جاپان د نړيوال وجهي صندوق د اعداد او شمېرو له مخي په ۲۰۱۷م کال کي د خپلو ټولو ملي ناخالص توليداتو ۲۳۶ سلنه باندنۍ قرضې درلودې. په دې توګه په ۲۰۱۷ کال جاپان د نړۍ تر ټولو مقروض هيواد ؤ.
ترتيب کوونکی: احمدولي اڅکزی
انځور: picture alliance/ZB