1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستایران

ایران کې چاودونو لږ تر لږه ۲۰۰ کسان مړه او ټپیان کړي

۱۴۰۲ دی ۱۳, چهارشنبه

ایراني رسنیو د قاسم سلیماني د ښخولو ځای ته څېرمه د کرمان د شهیدانو په ګلزار کې د دوو چاودنو خبر ورکړی دی.د راپورونو له مخې په دې پیښه کې تر ۷۰ زیات کسان وژل شوي دي. د کرمان مرستیال والي وویل،«دا پېښه یو ترهګریز برید دی.»

Iran Kerman Bombenanschlag
په هغو انځورونو کې چې د ایران په دولتي ټلویزیون کې خپاره شوي، لیدل کیږي چې د پېښې ځای ته د ژغورنې ډلې رسېدلي او خلک په تېښته دي.انځور: Mahdi K. Ravari/Mehr News/AP/dpa/picture alliance

د چهار شنبې په ورځ، د جنورۍ دریمه، د ایران  رسنیو د کرمان د شهیدانو په ګلزار کې د قاسم سلیماني د تلین په ورځ د « دوه چاودنو» خبر ورکړی.

د دغه هېواد د بېړنیو حالاتو د ادارې یا اورژانس ویاند د دغه برید د تلفاتو په اړه په تازه شمېرو کې ویلي چې د وژل شویو شمېر ۷۳ تنو ته رسېدلی دی. د هغه په ​​وينا، لږ تر لږه ١٧٠ تنه ټپيان شوي دي.

په همدې حال کې ځینې راپورونه وايي چې د چاودنو شمېر له دوو څخه زیات وو. د ایران پارلمان کې د جیرفت له ښاره د خلکو استازي ذبیح الله اعظمي ساردوي ویلي چې، په کرمان کې «څلور چاودنې» شوې دي.

بمونه په بیلابیلو ځایونو کې ځای پر ځای شوي وه.انځور: MEHR NEWS/AFP

نوموړی ټینګار کوي چې دغه برید «ترهګریز» وه. نوموړي زیاته کړه چې بمونه په بیلابیلو ځایونو لکه تر پله لاندې او هغه مسیر کې چې د د مراسمو ځای ته رسیږي، ځای پر ځای شوي ول.

په هغو انځورونو کې چې د ایران په دولتي ټلویزیون کې خپاره شوي، لیدل کیږي چې د پېښې ځای ته د ژغورنې ډلې رسېدلي او خلک په تېښته دي.

د ایران دولتي رسنیو لیکلي چې په دې لاره کې موجودو ډیرو کسانو تکل درلوده چې د قدس ځواکونو د پخواني مشر قاسم سلیماني  د مړینې د تلین په مراسمو کې ګډون وکړي.

په پیل کې ایراني رسنیو د دغه وحشتناک غږ په اوریدلو ویلي  «چاودنه» شوې. په ورته وخت کې ځينې سرچينې بیا وایي چاودنه د ګاز ډبي له امله رامنځته شوې.

په دې اړه د کرمان د والي سیاسي او امنیتي مرستیال ایرنا خبري آژانس ته ویلي دي چې «تر اوسه څرګنده نه ده چې دا چاودنه د ګازو د چاودنې له امله وه او که تروریستي حمله وه».

د کرمان ښاروال دا هم ویلي، چې د کرمان شهید ګلزار ښار په لس دقیقو کې دوه چاودنې شوې دي.

په ایران کې الوتکې یو قرباني افغانستان ته وسپارل شو

02:08

This browser does not support the video element.

 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب