قانون او قضاایران
ایران ۵ کسان پر اعدام محکوم کړل
۱۴۰۱ آذر ۱۵, سهشنبه![په ایران کې داعدامونو د درولو غوښتنه - د آرشیف انځور](https://static.dw.com/image/61170322_800.webp)
اعلان
د قضائيه قوې وياند، مسعود ستایشي په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې د ۲۷ کلن عجمیان د قتل په تړاو د درو ماشومانو په ګدون ۱۱ نور کسان په حبس محکوم شوي هم دي، خو زیاته ېې کړه چې کېدای شي پر دغو مجازاتو بیاکتنه وشي.
عجمیان د نومبر پر ۳مه د ایران په کرج ښار کې چې د تهران په غرب کې پروت دی ووژل شو. څارنوالانو وويل یوه ډله کسان چې د سپتمبر پر ۲۱مه د وژل شوې اعتراض کوونکې، حدیث نجفي د عزادارۍ په مراسمو کې راټول شوي ول، عمجیان ېې لوڅ او بيا وژلی وو.