ایران د خلق مجاهدینو د ملاتړ له کبله ۶۱ امریکایان تحریم کړل
۱۴۰۱ تیر ۲۶, یکشنبه
د ایران خارجه وزارت د خلق مجاهدینو د ملاتړ له کبله ۶۱ تنه جګپوړي امریکایان د ایران د تحریمونو لست ته ورزیات کړل. په دغه لست کې د نورو سربیره د مایک پمپیو، جان بولټن او د ترامپ د یوه پخواني وکیل نومونه شامل دي.
انځور: Getty Images/AFP/C. Barria
اعلان
د ایران د بهرنیو چارو وزارت له لوري د شنبې په ورځ (د جولای پر ۱۶مه) په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې په ایران کې د خلق مجاهدینو له سازمان څخه د «قصدي ملاتړ» په دلیل یې ۱۶ تنه امریکايي اتباع د ایران د بندیزونو لست ته ور زیات کړي دي. د تحریمونو په دغه لست کې د نورو سربیره د امریکا د پخواني ولسمشر دونالد ترمپ د واک په موده کې پخوانی د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو، د پخواني ولسمشر دونالد ترمپ پخوانی وکیل رودي جولیاني او همدا راز د سپینې ماڼۍ پخواني د ملي امنیت سلاکار جان بولټن نومونه شامل دي.
د امریکا د بهرنیو چارو پخواني وزیر مایک پمپیو، د روان کال په لومړیو کې البانیا هیواد ته سفر وکړ او هلته یې د خلق د مجاهدینو له یوې سیمې لیدنه وکړه او په خپلو خبرو کې یې ویلي وو چې «د ایران رژیم په تیرو لسیزو کې د خپلې تر ټولو کمزورې نقطې ته رسیدلی دی.»
له ښي لوري چپ خواته: د امریکا پخوانی ولسمشر دونالد ترمپ او رودي جولیاني. انځور: picture-alliance/dpa/P. Foley
د امریکا د ملي امنیت پخوانی سلاکار جان بولټن او د نیویارک پخوانی ښاروال رودي جولیان هم د دغه سازمان کلک ملاتړي بلل کیږي کوم چې د ایران له لوري د تحریمونو لست هم ورزیات کړل شوي دي.
جان بولټن په ۲۰۱۷م کال کې د دغه سازمان د ملاتړو او غړو ته ژمنه ورکړې وه چې د دغه سازمان په ملتیا به د جمهوري اسلامي سقوط تر ۲۰۱۹م کال وړاندې په تهران کې په جشن ولمانځي؛ داسې ژمنه چې هیڅ پوره نه شوه.
د امریکا د بهرنیو چارو په وزارت کې د وسلو د کنترول د چارو مرستیالان سناتور جوزف لیبرمن او رابرت جوزف، د دموکراتانو د ګوند اړوند پخوانی سناتور رابرت توریسلي هم د هغو کسانو په ډله دي چې د ایران د تحریمونو تازه لست ته ورزیات کړل شوي.
دغو کسانو په زیاتره مواردو کې په وار وار او په ښکاره توګه د ایران پر ضد خپلې څرګندونې کړې وې او د ایران پر خلاف یې سخت موقفونه درلودل.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت له ټولو اړوندو ادارو غوښتنه کړې چې د دغو تحریمونو د اغیزمنې عملي کیدو ته دې اقدامات وکړي. دغه تحریمونه د ایران حکومت ته اجازه ورکوي چې په ایران کې د یادو افرادو جایدادونه ضبط کړل شي. په داسې حال کې چې دا ډیر له احتماله لیرې بریښې چې په لست کې ذکر شوي کسان په ایران کې جایداد یا کاروبار ولري.
انځور: Patrick Semansky/AFP/Getty Images
په ورته وخت کې دا لومړی ځل نه دی چې ایران په ورته اقدام لاس پورې کړی وي. ایران تر دې وړاندې هم یو شمیر امریکايي سازمانونه او افراد د خپلو تحریونو په لست کې اچولي وو. د بیلګې په توګه ایران په وروستیو میاشتو کې ۵۱ امیرکایان د قاسم سلیماني په وژنه کې د لاس لرلو له کبله تحریم کړي وو. تر دې وړاندې هم په سیمه کې په ترهګریزو فعالیتونو کې د ښکیلتیا له کبله ایران ۲۴ تنه نور هم تحریم کړي وو.
په ایران کې د خلق د مجاهدینو سازمان د ۱۳۹۱ کاله پورې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ترهګریزو سازمانونو په لست کې وو او د هغه وخت د بهرنیو چارو وزارت په پریکړه له دغه لست څخه وایستل شو. د ایران او عراق د جګړې پرمهال، د صدام حسین په ملاتړ د دغه هیواد په اشرف اډه کې ځاي پر ځای شول او بیا د امریکا د پوځي حملې وروسته او د صدام حسن د حکومت تر سقوط وروسته، دغه کسان البانیا ته انتقال شول.
زموږ له آرشیف څخه:
د ايران او عراق د جگړې ۴۰ کاله تیر شول
د ایران او عراق ترمنځ جگړه د منځني ختیځ تر ټولو اوږده او خونړۍ شخړه وه چې اته کاله یې دوام وکړ او کیمیاوي وسلې هم په کې کارول شوې وې. د دې جگړې له امله په سیمه کې فرقه ايز ويش هم زيات شو.
له دې جگړې پنځه کاله مخکې په ۱۹۷۵م کال کې د هغه وخت مرستیال ولسمشر صدام حسین او د ایران د پادشاه ترمنځ یو تړون لاسلیک شوی وو، چې په هغه کې د سرحدي شخړې د حلولو کوښښ شوی وو. خو د بغداد حکومت پر ایران تور لگولی وو چې په هرمز تنگي کې یې پر دریو ټاپوگانو د برید پلان جوړ کړی وو. ایران او متحده عربي امارات دواړه د دغو ټاپوگانو د مالکیت ادعا کوي.
انځور: Gemeinfrei
د اوبو مهمه سرچينه
د ۱۹۸۰م کال د سپټمبر په ۱۷ نیټه د عراق حکومت د الجزایر تړون لغوه اعلان کړ او د ۲۰۰ کیلومترو په اوږدوالي د شط- العرب پر سیند یې د خپل کنترول غوښتنه وکړه. د خلیج دغه مهم سیند د دجلې او فرات د رودونو له یوځای کیدو څخه رامنځته شوی دی.
انځور: picture-alliance/AP Photo/N. al-Jurani
پر ښارونو او بندرونو بمباري
د عراق ولسمشر صدام حسین د ایران پر هوایې ډگرونو بمبارۍ وکړې چې په هغې کې د تهران هوایي ډگر هم شامل وو. د دې ترڅنگ عراقي ځواکونو پر ایراني تاسیساتو او د نفتو پر زیرمو هم بمبارۍ وکړې. د جگړې په لومړۍ اونۍ کې د عراقي پوځ له مقاومت سره مخامخ نه شو او د قصر شرین او مهران ترڅنگ یې سویلي ختیځ بندر خرمشهر هم تر خپل کنترول لاندې راوستل. دا هغه ځای دی چیرې چې شط- العرب له سمندر سره یوځای کیږي.
انځور: picture-alliance/Bildarchiv
گډ دښمن
په دې جگړه کې عربي هیوادونو د عراق ملگرتیا وکړه. په ځانگړي توگه سعودي عربستان او کویت سره دا ویره موجوده وه چې هسې نه ایران په منځني ختیځ کې ټول اکثریت شعیه میشته هیوادونه تر خپل نفوذ لاندې را ولي. لویدیځ هیوادونه هم له عراق سره مل وو او هغو پر صدام حسین د وسلو پلورل شروع کړل.
انځور: Getty Images/Keystone
د ایراني پوځیانو ځوابي عملیات
د ایراني ځواکونو ځوابي بریدونه د عراق له پاره حیرانونکي ثابت شول. ایراني ځواکونو په دغو عملیاتو کې خرمشهر بندر بیرته تر خپل کنترول لاندې راوست. عراق د اوربند په اعلانولو سره خپل ځواکونه بیرته را وبلل. خو ایران اوربند ونه مانه او د عراق پر ښارونو یې بمباري پیل کړه. په ۱۹۸۴م کال په اپریل کې د دواړو هیوادونو پوځیانو پر ښارونو بریدونه وکړل. په دې توگه د دواړو هیوادونو ۳۰ ښارونه ته سخت زيان ورسيده.
انځور: picture-alliance/dpa/UPI
د کیمیاوي وسلو استعمال
عراق په دې جگړه کې کیمیاوي وسلې هم وکارولې. په ۱۹۸۴ م کال کې ایران دا تور ولگاوه چې وروسته بیا ملگرو ملتونو هم دا تائید کړی وو. په ۱۹۸۸م کال کې هم عراقي ځواکونو کیمیاوي وسلې وکارولې. ایران ادعا وکړه چې عراق د ۱۹۸۷ م کال په جون کې د ایران په سردشت ښار کې د د زهرجن گازو برید وکړ، په داسې حال کې چې د ۱۹۸۸کال په مارچ میاشت کې د عراق په کردي سیمه کې د حلبجه کې یې عراقي سیمې په نښه کړل.
انځور: Fred Ernst/AP/picture-alliance
اوربند
د ۱۹۸۸م کال په جولای کې د ایران مذهبي مشر آیت الله علي خامنه اي د ملگرو ملتونو د امنیت شورا له خوا د اوربند غوښتنه ومنله. په دې جگړه کې د وژل شویو کسانو د دقیق شمیر په اړه تائید شوي ارقام شتون نه لري، خو د اټکل له مخې لږ تر لږه ۶۵۰ زره کسان په دې شخړه کې وژل شوي دي. دواړو هیوادونو د ۱۹۸۸م کال په اگست میاشت کې د اوربند اعلان وکړ.
انځور: Sassan Moayedi
نوی فصل
کله چې په ۲۰۰۳ م کال کې امریکایي ځواکونو د عراق د ولسمشر صدام حسین حکومت نسکور او واکمنۍ ته د پای ټکې کیښود، په منځني ختیځ کې یو نوی فصل پرانیستل شو. له هغه وخت راهیسې د ایران او عراق ترمنځ اړيکې مخ پر ښه کیدو شوې. اوس دواړو هیوادونو نه یوازې په اقتصادي برخه کې، بلکې په کلتوري او ټولنیزو برخو کې هم خپلمنځي اړیکې بهتره کړي دي.