د هند ارزان بيه هوایی شرکت انډیګو د نړۍ تر ټولو لوی الوتکې جوړونکي ایربوس شرکت څخه د ۵۰۰ « ای ۳۲۰ نيو کورني ماډل» الوتکو غوښتنه کړې. د دواړو خواوو استازو په لو بورژه کې د هوايي چلن د تر ټولو ستر نندارتون په ترڅ کې دا تړون لاسلیک کړ.
مکرون: ایران دې روسیې ته د بې پيلوټه الوتکو استول بند کړي
تحویلي به په ۲۰۳۰ ام کې پیل شي
دا د هوایی چلند په تاریخ کې د خپل ډول تر ټولو لوی فرمايش دی. د ایربوس د پلور مدیر کریسټین شیرر وویل، د انډیګو مالک پیټر ایلبرز په وینا، د هند هوایی شرکت اوس مهال شاوخوا ۳۰۰ الوتکې لري. په ټوليزه توګه به انډیګو له ايربس څخه کابو زر الوتکې ترلاسه کړي چې له دې څخه به یې ۴۸۰ د رواني لسیزې تر پای پورې دغه شرکت ته وسپارلې شي.
د دې تجارتي معاملې په ترڅ کې به د هند دغه هوايي شرکت د ای ۳۲۰ نيو معياري ډول، د ای ۳۲۰ اوږد ماډل او همدا راز يو نوی ای ۳۲۱ ايکس ایل آر ډوله الوتکې ترلاسه کړي. د دې الوتکو د ببیې په اړه دواړو اړخونو کوم معلومات ور نه کړل.
انډیګو غواړي خپلې الوتکې دوه برابره کړي
انډیګو شرکت په ۲۰۰۵ کې تاسیس شوی او له هغه راهیسې یې د سلګونو ایربس ماشینونو فرمايش کړی چې له دې څخه یې د ۳۰۰ الوتکو فرمايش د ۲۰۱۹م کال په پای کې کړی وو. دغه راز، د ایربس د پلور مشر وویل، چې د دوشنبې ورځې فرمایش یې لا «پیل» دی. نوموړي وويل چې دا د هوایی چلن له پاره د هند د بازار پوتنسيال يا وړتيا په ګوته کوي.
د المان پر اسمان د ناټو بې سابقې هوايي تمرین
په اپریل مياشت کې هند چې د ۱،۴ ميليارده څخه ډېر نفوس لري، د نړۍ ترټولو ډیر نفوس لرونکي هیواد په توګه له چین څحه مخکې شو. د ایربس مشر ګیلوم فیوري وویل، انډیګو الوتکې په هند کې ملیونونو خلکو ته د هوا له لارې د سفر فرصت رامنځ ته کوي.
د ایلبرز په وینا، انډیګو پلان لري چې تر ۲۰۳۰ م کال پورې خپلې الوتکې دوه برابره کړي. هغه نه غوښتل چې د راتلونکې لسیزې له پاره د الوتکو د پلانونو په اړه تبصره وکړي. په هرحال ، اوسنی فرمايش دې هوایی شرکت ته په پلان کې د اړتيا وړ انعطاف برابروي.
انځوریز رپوټ: د بل هر هیواد پرتله هند کې د ښځینه پیلوټانو شمیر لوړ دی
هند د نړۍ هغه هیواد دی چې تر ټولو ډیر ښځینه پيلوټانې فارغوي. نور جزئیات په دې انځوریز راپور کې لوستلی شئ:
انځور: Imtiyaz Khan/AA/picture alliance د هند د هوا نوردۍ د لومړني سوداګریز شرکت (انډین ایئرلائنز) چې وروسته بیا په (ائیر انډیا) بدل شو، لومړنی ښځينه پیلوټه دُربا بینرجي، نومیده چې په ۱۹۶۶ م کال کې یې دغه ویاړ ترلاسه کړی و.
انځور: Manish Swarup/AP/picture allianceپه دغه انځور کې کپتانه زویا اګروال له فرانسې خبري آژانس سره د یوې مرکې پر مهال لیدل کیږي. که څه هم هند په نړیواله کچه د ښځینه پیلوټانو په برخه کې تر ټولو لوړ شمیر لري، خو زویا اګروال وایي کله به یې چې خپلې مور ته ویل غواړي په هوا کې پرواز وکړي، نو هغې به ورته په ځواب کې ویل چې له یوه مناسب هلک سره واده کولو ته انتظار وباسه.
انځور: Money SHARMA/AFPد هند د هوایي ځواکونو یوه افسره نوي ډهلي ته نږدې په هیندون هوایې اډه کې د هند د هوایي ځواکونو ورځې په پوځي پریټ کې د دغه هیواد د هوایي ځواکونو یوه قطعه رهبري کوي. انځور د ۲۰۱۵ کال د اګست میاشتې دی.
انځور: picture-alliance/AP Photo/M. Swarupد ۲۰۲۱م کال شمیرې ښيې چې د هند په ټولو تجارتي پروازونو کې د ښځینه پیلوټانو شمیر ۱۲،۴ سنله و، دا په داسې حال کې ده چې په المان کې بیا د ښځینه پيلوټانو شمیر یوازې ۶،۹ سلنې ته رسیږي. دغه شمیر د هوا نوردۍ له تر ۱۰۰ ډیرو شرکتونو څخه ترلاسه شوي دي.
انځور: Imtiyaz Khan/AA/picture alliance یوه د پاخه عمر لرونکې ښځه د سارنګ په نامه نوې فارغې شوې پیلوټې ته مبارکي ورکوي.
انځور: Seshadri Sukumar/Zumapress/picture alliance دا چې ولې په هند کې دومره ډیرې ښځې پيلوټانې کیږي؟ د دې پوښتنې ځواب دوو هندي ښځو ورکړی دی چې د څو لسیزو څخه الوتکو ته پرواز ورکوي. د دوی په خبره د ښځینه پیلوټانو د زیاتوالي دلایل تر یوې اندازې د مالي امکاناتو، بورسونو او د کورنیو د پراخیدو ملاتړ پورې اړه لري.
انځور: Imtiyaz Khan/AA/picture alliance په دغه سویل آسیایي هیواد کې د ښځو له پاره ژوند کول آسانه نه دي او د هلکانو په پرتله ډیرې نجونې خپلې زده کړې په نیمايي کې پریږدي. خو سره له دې ټولو ستونزو په دغه هیواد کې د ښځینه پیلوتانو شمیر ډیر لوړ دی.
انځور: Getty Images/AFP/M. Sharmaد ائیر انډیا په نامه د هند د هوا نوردۍ د دولتي شرکت څو تنه پیلوټانې د ښځو د نړیوالې ورځې د مراسمو لمانځلو پر مهال لیدل کیږي. انځور د ۲۰۱۷ م کال د مارچ میاشتې د ۷ نیټې دی.
انځور: picture-alliance/abaca/I. Khanپه دغه ګراف کې د هند د هوا نوردۍ په مختلفو شرکتونو کې د ښځینه پيلوټانو د شمیر سلنه ښودل شوې ده.