1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ایریتریایان جرمني ته په سختۍ سره د کورنیو غړي راوستلای سي

۱۳۹۷ اردیبهشت ۲۵, سه‌شنبه

د فامیلي الحاق له هغو غوښتلینکونو څخه چي پروسږکال د ختيځي افریقا په هیوادونو کي د جرمني سفارتونو ته وړاندي سوي دي، نیمايي یې رد سوي دي.

Deutschland Migration junge Männer aus Eritrea
انځور: picture-alliance/dpa/M. Schutt

ایریتریايي مهاجر ته به ډيره سخته وي چي خپل د کورنۍ غړي جرمني ته راوغواړي: ځکه چي په ایریتریا کي د جرمني قونسلگري وجود نه لري. هغوی مجبوره دي چي همسایه هیوادونو ته ولاړ سي او هلته خپلي عریضې ورکړي. په همدې خاطر ایریتریایانو پروسږکال په ایتوپیا، کینیا او سوډان کي د جرمني سفارتونو ته ۸۰۸ عریضې وړاندي کړي دي، څو په جرمني کي له خپلو کورنیو سره یوځای سي. خو د هغوی څخه یې یوازي ۳۹۴، یعني تقریبأ نیمايي منل سوي او نوري یې رد سوي دي. دغه ارقام د جرمني په پارلمان کي د چپیانو د یوې پوښتني په جواب کي د جرمني حکومت وړاندي کړي دي.

 

په ۲۰۱۷م کال کي تقریبأ ۳۵۰۰۰ ایریتریایان په جرمني کي اقامت تر لاسه کړی او کولای سي د خپلو کورنیو غړي راوغواړي. د ایریتریا ۵ ميلیونو نفوسو ته په کتو سره دغه هیواد په جرمني کي د افریقايي مهاجرو لویه برخه ده.

د افریقا په ښکر کي پروت دغه هیواد کي سخته دیکتاتوري حاکمه ده او ترټولو دمخه بیا ځوانان د اوږدې عسکرۍ، غربت او آیندې نه درلودلو له کبله تښتي.

 

په همدې خاطر د آلمان په پارلمان کي د چپیانو د وکیلي اولا یېلپکه په نظر په جرمني کي بیوروکراتیک خنډونه د دې سبب کیږي، چي هغوی ته فامیلي الحاق دومره سخت سي چي عملاً ورته ناممکنه کیږي. مسؤلي ادارې د ایریتریایانو له خپلوانو څخه غواړي، چي باید پاسپورټونه ولري. همدارنگه میړه یا ماندینه مجبوره دي چي د واده سند وړاندي کړي، کوم چي باید په ایریتریا کي راجستر سوی وي.

 

خو د اولا یېلپکه په نظر دا د نه منلو وړخبره ده چي د جرمني حکومت د یوه نظامي دیکتاتور او یا هغه د هغه له حکومت څخه دغه ډول یوه غوښتنه کوي. ددې په خبره دا طبیعي خبره ده چي د مهاجرو خپلوان ډیر سخت بیریږي، چي ایریتریايي چارواکو ته مراجعه وکړي او یا نور څوک ورولیږي. ځکه نو باید دغه بیوروکراتیک خنډونه له منځه ولاړ سي.

زموږ دآرشیف څخه انځوریز البوم:( 22.01.2018)

 

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب