1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهفرانسه

ایفل برج د بمي خبرداري له کبله په موقت ډول تخلیه شو

۱۴۰۲ مرداد ۲۲, یکشنبه

بمي خبرداری د دې سبب شو چې په پاریس ښار کې د ایفل برج د څو ساعتونو له پاره تخلیه شي. د شنبې په ورځ ټول سیلانیان له دې ساحې څخه وایستل شول او د برج شاوخوا د امنیتي مسوولینو له لوري محاصره شوی وو.

Frankreich | Polizisten vor Eiffelturm in Paris
انځور: Thomas Coex/AFP/Getty Images

د بمونو خنثی کوونکي متخصصینو ټیم د ایفل برج په یوه پوړ کې یوه ریسټورانټ وپلټه او وروسته له درو ساعتونو څخه د بم خبرداری لیري او ایفل برج یو ځل بیا د لیدونکو او سیلانیانو پر مخ پرانیستل شو.

پولیسو په دې اړه نور جزئیات نه دي ورکړي. ایفل برج په وروستي ځل د ۲۰۲۰م کال کې په سپتمبر میاشت کې د یوه نا پيژندل شوي کس له خوا له پولیس سره تر تلیفوني اړیکې وروسته له سیلانیانو او نورو کسانو څخه تخلیه کړای شوی وو.

د پولیسو په وینا په هغه وخت کې یوه کس د «الله اکبر» په نعرو سره گواښ کړی وو چې غواړي د ایفل برج ته انفجار ورکړي.

تیر کال تر ۸،۵ میلیونو ډیرو سیلانیانو د فرانسې له دې څلي څخه لیدنه کړې وه. د ایفل برج چې لوړوالی یې ۳۰۰ مترو ته رسیږي په ۱۸۸۹م کال کې جوړ شوی دی او له هغه وخت راهیسې میلیونونه انسانان یې ځانته را جلب کړي دي.

د دې تاریخي څلي کار د ۱۸۸۷م کال په جنورۍ کې پیل شوی وو او د ۱۸۸۹م کال په مارچ میاشت کې پای رسیدلی وو.

آژانسونه: ش.ن/خ.ح

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب