1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ايلان ماسک د ټويټر له اخیستلو په شا شو

۱۴۰۱ تیر ۱۸, شنبه

د نړۍ تر ټولو شتمن کس او د تسلا موټر جوړونې شرکت مشر ایلان ماسک چې په ۴۴ ميليارډ ډالرو ېې د ټويټر انترنيټي شبکه اخیسته، له دغه کاره په شا شوی. ټويټر ويلي دي چې دغه موضوع محکمې ته راوباسي.

Elon Musk
انځور: John Angelillo/UPI Photo via Newscom/picture alliance

ایلان ماسک د پر مختللو برقي موټرو تسلا شرکت او د سپيس ایکس په نوم شرکت مشر او د نړۍ تر ټولو شتمن شخص دی.

د ايلان ماسک وکيل پر اوراقو د نظارت سايټ SEC کې اعلان وکړ چې موکل يې د ټويټر شبکې له اخیستلو منصرف شوی دی. ايلان ماسک پر ټويټر تور لګولی چې د قرارداد سپارنې اړوند ډيری برخې ېې نقض کړي دي. هغه همدارنګه د ټويټر جعلي حسابونو ته اشاره کړې او وايي چې د جعلي کاروونکو شمیر له هغه اندازې چې ټويټر يې وايي، ډیر دی.

 ماسک په اپریل میاشت کې اعلان وکړ چې غواړي د ټويټر شبکه په ۴۴ ميلیارډ ډالرو واخلي اما شرط يې دا وو چې دغه شرکت د جعلي اکاونټونو واقعی شمیر وښيي. ټويټر په کراتو ويلي دي چې په دغې ټولنیزه شبکه کې د جعلي حسابونو یا اکاونټونو شمیر، له ۵ سلنې څخه کم دی.

خو کتونکي په دې باور دي چې دا پلمې دي او ماسک غواړې په دې کار سره د اخیستلو بيه راټيټه کړي.

ایلان ماسک په آلمان کېانځور: Patrick Pleul/pool/AP/picture alliance

یوه اقتصادي کارپوه په دې هکله بلومبرګ رسنۍ ته چې مقر ېې په نیویارک کې دی، ويلي دي چې هغه د دغه خبر له اوريدو حیران شوی نه دی او داسې یوه تمه ېې نه درولوده. هغه وويل: «موږ شاهدان وو چې دغه معامله څنګه دغه لور ته روانه ده. واضح وه چې ایلان ماسک غوښتل بېه راښکته کړي، خو دا تمه مې نه لرله چې هغه دې په بشپړه توګه په شا شي. ما داسې فکر کاوه چې هغه هڅه کوي تر څو بېه راټيټه کړي. ښايي دا هم د چنې وهلو یو ډول وي؟» دغه اقتصادي کارپوه زیاته کړې: «په هر حال دغه ستونزه له څه مودې راهيسې ګرمه شوې وه، خو اوس خپلې د جوش نقطې ته رسيدلې ده.»

په دې منځ کې ټويټر ويلي دي چې د ایلان ماسک پر وړاندې به پر قضايي اقدام لاس پورې او دغه موضوع به محکمې ته راجع کړي.

د ټويټر د اداري څانګې مشر ويلي دي چې دغه شرکت «ښاغلي ماسک» سره پر هماغه توافق شوې بېې ټويټر خرڅوي او موضوع محکمې ته وړاندې کوي. هغه ډاډ څرګند کړی دی چې په دغې دوسیه کې به حق حقدار ته وسپارل شي.

د دغې دعوا په منځ کې د ټويټر د اسهامو ارزښت ۵ سلنه راولويد. ماسک مخکې د هر سهم له پاره ۵۴ ډالره وړانديز کړی وو، خو د جمعې په ورځ د ټويټر د اسهامو ارزښت، ۳۶ ډالر او ۱۸ سينتو ته راولويد.

دویچه ويله ف/م.ک.ص./ا.خ.ح.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل