1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ایلان ماسک په يوه کال کې ۲۰۰ میلیارده ډالره بايللي دي

۱۴۰۱ دی ۱۳, سه‌شنبه

ایلان ماسک نور د نړۍ تر ټولو شتمن سړی نه دی. ایلان ماسک د ۲۰۰ میلیارد ډالر شتمنۍ په له لاسه ورکولو سره د نړۍ دویم شتمن کس شو.

Elon Musk
انځور: Susan Walsh/AP/dpa/picture alliance

اقتصادي پورټل بلومبرګ راپور ورکړی چې ایلان ماسک د ۲۰۲۱م کال په نوامبر او ۲۰۲۲ د دسمبر میاشتو ترمنځ ۲۰۰ میلیارده ډالره شتمني له لاسه ورکړې ده.

د ټیسلا موټر فابریکې مالک اوس د ارنو کورنۍ وروسته د نړۍ دوهم بډایه شخص دی چې شاوخوا ۱۳۷ ميلیارد ډالر شتمني لري او لومړی کس دی چې په يوه کال کې يې ۲۰۰ميلیارد ډالر له لاسه ورکوي.

اړوند مطلب: ماسک غواړي د تویتر بند اکونټونه خلاص کړي

فرانسوي کورنۍ برنارډ ارنولټ د تر ټولو لوی LVMH  شرکت چې د لویو ویوټون او سیفورا په ګډون تر۷۰ ډېر برانډونه لري مالک دی او شاوخوا ۱۶۲ میلیارد ډالر شتمني لري.

ټیسلا د ټویټر قرباني

د۲۰۰ میلیارده ډالرو د لاسه ورکولو اصلي لامل د بل هر څه په پرتله د ټیسلا د ونډو کمیدل بلل کیږي.

د موټرو دې شرکت د خپلې ونډې ارزښت په سلو کې ۶۵ سلنه له لاسه ورکړی دی. ماسک مخکې د ټیسلا لویه برخه وپلورله او د خپلې پانګې ۴۴ میلیارد ډالر یې د ټویټر اخیستلو له پاره ځانګړي کړل.

اړوند مطلب: له ماسک څخه د برقي موټرو فابریکې جوړولوغوښتنه

"فوربس" ځانګړي خپرونې راپور ورکړی چې، ایلان ماسک خپله زیاته شتمني له لاسه ورکړې. د دغه خپرونې د پرتلې له مخلې ماسک تېر کال ۲۱۹ میلیار ډالر له لاسه ورکړي او شتمني یې ۱۴۶ میلیارد ډالرو ته راکښته شوې ده.

ډېر پانګوال پر ماسک نیوکه کوي چې د ټویټر اخیستلو له پاره سر ټکی شو، خو ټیسلا یې نادیده عادي وبلله.

ایلان ماسک د کرسمس په مراسمو کې اعلان وکړ چې ۲۰۲۳م کال کې به د ټیسلا نورې برخې ونه پلوري او د ټویټر مدیریت به یوه بل مناسب کس ته وسپاري. خو دغه خبر پانګه اچونکي قانع نه کړل.

داسې بریښي چې اوس د ټیسلا سقوط درول شوی، خو د څه رغیدو وروسته یې ارزښت کم شوی دی.

dw/ ف ظ/ ن ز

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب