«د ماشومانو له جنسي ځورونو پرده پورته کوونکي دې آزا شي»
۱۳۹۸ آذر ۴, دوشنبهد فرانسې خبري آژانس د رپوټ له مخې د بخښنې نړیوال سازمان په خپله اعلامیه کې ویلي دي چې موسی محمودي او احسان الله حمیدي د پنجشنبې په ورځ هغه وخت د ملي امنیت د ادارې له لوري نیول شوي چې په کابل کې د اروپا اتحادیې له سفیر سره د ملاقات له پاره روان وو.
محمودي چې په لوګر کې د مدني ټولنې رئیس دی په روانه میلادي میاشت کې بریتانوۍ ورځپاڼې ګارډین، ته ویلي ول چې ښوونکي او ځیني ځایي چارواکي د ماشومانو د جنسي ځورونې په دغه حلقه کې ښکیل دي.
د ګارډین په رپوټ کې لږ تر لږه د ښوونځي د ۵۴۶ هلکانو څخه د ناوړه استفادې ادعا شوې. خو چارواکو دغه تورونه نه دي تائید کړي.
د بخښنې نړیوال سازمان غړې سمیرا حیدري له لوري په اعلامیه کې راغلي دي: «د افغانستان د استخباراتو اداره باید د بشري حقونو دغه فعالان په سملاسي توګه آزاد کړي. هغوی د شکنجې او نور ناسم چلن له خطر سره مخامخ دي. د دغه ډارونکي جرم په اړه د خبرو کولو له کبله د مجازاتو پر ځای چارواکي باید هغوی د خپل کار له کبله وستایي.»
د فرانسې خبري آژانس په وینا د افغانستان د ملي امنیت ادارې او د اروپایي اتحادیې سفیر په سملاسي توګه په دې تړاو د دوی پوښتنو ته کوم ځواب نه دی ویلی.
د دغه قضیې په افشا کوولو کې د احسان الله حمیدي نقش لا روښانه نه دی او په ګارډین ورځپاڼه کې هم د هغه یادونه نه وه شوې.
د لوګر د والي ویاند دیدار لونګ د محمودي نیول تائید کړي دي. هغه د فرانسې له خبري آژانس سره په خبرو کې ویلي دي: «هغه وروسته له هغه نیول شوی چې د لوګر خلکو له حکومت څخه وغوښتل چې هغه [محمودي] ونیسي» او په ښوونځیو کې د جنسي ځورونو په هکله ترې پوښتنې وشي.
محمودي د بخښنې نړیوال سازمان ته ویلي وو چې ده ته د مرګ ګواښونه کیږي او «د لوګر خلکو ته د سپکاوي کولو» تور پرې لګیږي.