1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورتبریتانیا

اینګلند د ۲۰۲۲ کریکټ نړیوال جام اتل شو

۱۴۰۱ آبان ۲۲, یکشنبه

اینګلند په استرالیا کې له پاکستان څخه د کریکټ شل اوریز نړیوال جام پایلوبې په ګټلو سره د دغه جام اتل شو.

د اتلولۍ لمانځل
د اتلولۍ لمانځلانځور: William West/AFP

په دغه لوبه کې اینګليند د لوبې په سر کې د توپ اچونې يا ډګر ساتنې پریکړه وکړه او پاکستان په ۲۰ اورونو کې ورته د ۱۳۸ منډو هدف وټاکه. پاکستان دغه هدف د اتو لوبغاړو په سوځېدو جوړ کړ.

اينګلند وتوانيد چې د ۱۸م اور په پای کې چې ۶ توپونه ېې پاتې ول، دغه هدف ته ځان ورسوي او دغه لوبه يې وګټله. اینګلند دغه لوبه په پنځو ويکټو وګټله او دې سره د ۲۰۲۲م کال د کريکټ شل اوریز نړیوال جام اتل شو.

پاکستان په دغه لوبه کې ونه توانید چې خپل سیال ټیم ته لوړ هدف وټاکي او د ګټلو چانس ېې هغه وخت لاپسې کم شو چې په ۱۷ اور کې انګلیند پر له پسې څو څلوريزې ووهلې. سږنی نړیوال جام په استرالیا کې جوړ شوی وو.

د يکشنبې په ورځ پایلوبه د استراليا د ميلبورن کريکټ لوبغالي کې وشوه، چيرته چې پاکستان او انګلیند ۳۰ کاله مخکې هم پایلوبه کړې وه.

اينګلند ديرش کاله مخکې هم پاکستان سره د پنځوس اوریز نړیوال جام سیالیو پای لوبې ته وتلی وو، خو هغه وخت بیا پاکستان اينګلند ته ماتې ورکړې وه. هغه وخت د پاکستان د ټيم مشري، پخواني صدراعظم عمران خان کوله.

د انګلیند له لوري بن ستاکس په دغه لوبه کې په ۴۹ منډو ۵۲ منډې جوړې کړې.

دا دوهم ځل دی چې اينګلند د نړیوال جام اتلولي ګټي. مخکې ېې په ۲۰۱۹م کال د ۵۰ اوریز نړیوال جام اتلولي ګټلې او دې سره لومړنی هیواد وګرځيد چې دا وخت د کریکټ د دواړو نړیوالو سیاليو اتلولي لري.
 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل