په ایټالیا کي د سبا دوشنبې څخه د کرونا د معافیت یوه ټِست کي تقریبأ ۱۵۰۰۰۰ کسان برخه اخلي، ترڅوپه دغه هیواد کي په کرونا اخته پټ پاته سوي کسان معلوم او تشخیص سي.
اعلان
د ایټالیا د صحت عامې وزارت او د احصايې اداره د سره صلیب د ملي کمیټې سره یو ځای غواړي په دې منظور دغه کمپاین کي د ۲۰۰۰ مختلفو محلاتو څخه خلک ګډون وکړي. دغه خبره نن یکشنبه)د می میاشتي ۲۴ مه( د صحت عامې وزارت په روم کي وکړه.
د وزارت په حواله ددغو کسانو څخه د تلیفون د لاري غوښتل سوي دي، چي په دغه کمپاین کي برخه واخلي. خو په هغه کي ګډون پخپله خوښه او داوطلبانه دی. د هغوی ارقام او اعداد به د علمي تحقیقاتو پخاطر ارزیابي سي.
د ایټالیا د یوه ساینس پوه د معلوماتو پراساس داسي شواهد موجود دي، چي په دغه هیواد کي د کرونا لمړنۍ واقعه لا د تیرکال په دسمبر کي رامنځته سوې وه. دغه ډول د معافیت ټِستونه ډیر مهم دي، تر څو معلومه سي ، چي ایا یو څوک په کرونا باندي اخته سوی ؤ او په بدن کي یې پر ضد معافیت جوړ سوی دی او که څنګه . پدې ډول سره کیدلای سي په هغو کسانو کي هم د کرونا د ویروس ورداخلیدل په اثبات ورسیږي، چي د کرونا هیڅ نوع علایم یې نه درلودل. هغوی اکثرأ نه پوهیږي، چي په کرونا اخته سوي دي.
په ایټالیا کي په کرونا د ویروس اخته کیدو لمړنئ پيښه په لمباردای کي د فبرورئ په میاشت کي ثبت سوه. تر هغه راوورسته دغه هیواد د کرونا د سخت بحران سره مخامخ او ډیر انسانان په اخته سول. تر اوسه پوري په دغه هیواد کي ۲۳۰۰۰۰ د کرونا پيښي ثبت سوي او تقریبأ ۳۳۰۰۰ انسانان ورڅخه مړه سوي دي. خو ساینس پوهان تردې د ډیرو کسانو د اخته کیدو اتکل کوي، چي تیاره پاته او معلوم سوي نه دي.
له آرشيف څخه يو انځوريز البوم:
انځورونه: په اروپا کې ژوند د عادي کیدو په لوري روان دی
په اروپا کې عادي ژوند ته بیرته راګرځيدل پر سړکونو، ښوونځيو او کار ځایونو کي لیدل کيږې. په ډيرو اروپايي هيوادونو کې د کرونا ويروس خپريدلو د مخنيوی له پاره بازارونه، د زده کړې مرکزونه او ډير د کار او کسب ځايونه تړل شوې وو.
انځور: Reuters/A. Gebert
بیرته بيا ښه راغلئ
په اروپا کې د کرونا ناروغۍ د مخنيوی له پاره پر محدودیتونو سره بازارونه او ستر پلورنځي وتړل شول. د دغه مغازې په ګډون چې د نيکوسیا په مرکز قبرس کې ده. د دغه هیواد جمهور ریس د مۍ مياشتې پر څلورمه نيټه اجازه ورکړه چې ځيني کارې ساحي او کوچني ځنځيرې پلورنځي پرانیستل شول. دغه هیواد په پام کې لري چې د مۍ مياشتې له ۲۱مې نيټې څخه خلک وکړای شي په آزاد ډول تګ راتګ وکړې.
انځور: picture-alliance/AP Photo/P. Karadjias
سواحلو ته بیرته راګرځیدل
د پرتګال خلک اوس کولې شې چې بیا له سواحلو خوند واخلي. په دغه هیواد کې د مارچ میاشتې پر ۱۸ نيټه بیړنې حالت اعلان شو، د رسترانتونو او غیرې ضروري ځايونو تر څنګ سواحل هم د خلکو پر مخ وتړل شول. که څه هم په محدود ډول خلکو اجازه لرله چې له کورونو ووځي او ورزش وکړي. خو اوس يې له هغه زياته آزادې تر لاسه کړې او کولې شی مغازو او سلمانيو ته ولاړ شي، سره له دې په سرپټې ځايونو کي حفاظتي ماسکونو تړل اجبارې دې.
انځور: picture-alliance/Zuma/SOPA Images/Diogo Baptista
خپل سر او مخ ته پام کول
په یونان کې سینګار ځایونه د مې مياشتې پر څلورمه نيټه د بيرته پرانيستلو اجازه تر لاسه کړه. د ګلانو، کتابونو او نور کوچني پلورنځي هم له شپږ اونيز قرنطين څخه وروسته بیا پرانيستل کیږې. رستورانتونه او مۍ خانې بايد د مۍ مياشتې تر وروستۍ نيټې پورې صبر وکړي. يونانیانان کولې شي له کوره بهر ووځي پرته له دې چې له کوره د وتلو دلیل له پاره فورمې ته اړتیا ولري. خو په عمومي ترانسپورت کي حفاظتي ماسک تړل ضرورې دي.
انځور: picture-alliance/AP Photo/T. Stavrakis
ماسک
په ډيرو اروپايي هیوادونو کي خلک باید له عمومي ترانسپورت څخه په ګټې اخیستنې سره ماسک ولري. لکه په عکس کې چې ښکاري د هنګري په پلازمینه بوداپست په نیوګاتي میدان کې د ترانسپورت ادارې کارکونکو پر خلکو حفاظتي ماسکونه وویشل. په بودا پست کي د دغه هیواد د نورو ښارونو په پرتله سخت بنديزونه لا پر ځای پاتې دي. په نورو ښارونو کي ځيني مغازې، موزيمونه او عامه ځایونه پرانیستل کيږي.
انځور: picture-alliance/AP Photo/Z. Balogh
له کوره بهر د ورزش له پاره يو فرصت
په اسپانيا کې عامه ځایونه خالې شوې وو. د دغه هیواد خلکو پوره ۲۸ ورځې پرته د خوراکي توکو رانیولو او روغتیايي لاملونو څخه اجازه نه لرله چې له کوره بهر ته ووځي. تر اوسه سخت محدوديتونه او له يو بل څخه واټن ساتل لا پر ځای پاته دي. خو خلک کولې شي د ورزش کولو له پاره له کوره بهر ووځي. د دغه هیواد د پلازميني مادريد اوسیدونکو له دغه فرصت څخه ګټه اخيستي او لکه په عکس کې چې ښکاري له کورونو راوتلې.
انځور: Reuters/J. Medina
کارځایونو ته بیرته راګرځيدل
په ايټاليا کي سخت محدويتونه وضع شوې وو او خلکو په محدودو دلايلو سره کولې شول له کوره بهر ووځي. خو د مۍ مياشتي له څلورمې نيټې څخه ورو ورو خلکو اجازه ولرله چې ځيني کارونه بیرته پيل کړې. سره له دې ځانګړي تدابير، ټولنيز واټن ساتل بايد مراعات کړې. لکه د بوټانو په دغه فابریکه کې کارکوونکي د ماسک په اغوستلو سره کار کوي او کاري فضا يې په شفاف پلاستیک سره جلا شوې ده.