یاد زمری د روم د شمال په یوه بندري ښار کې د غرمې ښاوخوا پر سرکونو ګرځیدی.
د یادي سیمې ښاروال الیسندرو ګرانډو خلکو ته خبرداری ورکړی و چې "ډیر محتاط وي."
څو ساعته مخکې له دې چې بیرته دا زمری ونیول شي، پر خواله رسنیو د یادې سیمې اوسیدونکو د زمري ویډیوګاني په داسي حالت کې خپرې کړې وې چې دا زمری په ډیرې ارامۍ سره پر سرکونو ګرځي.
ډیری اوسیدونکي د احتیاط په توګه په خپلو کورونو کې پاتې شوي وه. ویل کیږي ځینې نورو بیا په موقتي توګه په خپلو موټرونو کې ځان بندیان کړي ول.
د دغه سیمي ښاروال وایې د شپې ناوخته په دې وتوانیدل، چې دا تښتیدلی زمری ومومي او د بې هوښۍ پیچکاري ورته وکړي.
د کورني حيواناتو لس مشهور آلماني نومونه
د خپل کورني ژوي له پاره چې ښه ملگری هم بلل کیږي، یو نوم څرنگه غوره کړو؟ په آلمان کې د کورني ژويو له پاره لس مشهور نومونه دلته ذکر شوي:
انځور: B. Rainer/blickwinkel/picture allianceپه المان کې د کورني حیواناتو د ثبت مرکزي دفتر Tasso e.V د يولسو ميليونو حیواناتو ډيټا يا معلومات لري. د دې دفتر په حواله په ۲۰۲۲م کال کې په آلمان کې د کورنيو ژويو تر ټولو مشهور نوم لونا وو. Tasso په کلني ډول د کورني حیواناتو او سپو تر ټولو مشهور نومونه خپروي. لونا له يوې لسیزې راهيسې د غوره نومونو په سر کې دی.
په لاتین کې د لونا کلمه د سپوږمۍ معني ورکوي.
انځور: OLI SCARFF/AFP/Getty Imagesپه آلمان کې پېشوګانې د خوښي وړ کورني حیوانات دي او میمي چې په فرانسوي کې د «اصلي» معني لري، ښځینه پېشوګانې ورباندې نومول کېږي. د ژویو پېژوندکو د متخصصینو د مرکزي اتحادیې «انټیج شریبر» د معلوماتو له مخې په ۲۰۲۱ کال کې په ټول المان کې ۳۴،۷ ميلیون کورني حيواناتو شتون درلود چې له ډلې یې شاخوا ۱۶،۷ میلیونه پېشوګانې وې.
انځور: Zoonar/picture alliance دا نومونه څه مشترکات لري؟ دا ټول د انیمشن ډیزني فلمونو د کرکټرونو نومونه دي. سمبا او ناله «لاين کينگ» فلم څخه دي، او بالو د «ځنګل کتاب» کې د خرس نوم دی. د Tasso په وینا، لوکي، د مارول کرکټر نوم چې د نارینه پیشوګانو لپاره یې شهرت ترلاسه کړی او ډیر خلک خپل دغه ملګري د دې اتل په نوم نوموي.
انځور: Cindy Liu/REUTERSد کورني حیواناتو د نوم په اړه د پريکړې پر وخت د هغه د شخصیت په هکله هرو مرو فکر وکړئ. راکي د آلمان په کورونو کې د پیشوګانو لپاره مشهور نوم دی. روکي د سلویسټر سټالون له فلم څخه دی.
انځور: Amit Mendelsohn/teamwork/IMAGOد سپي داسې نوم کارول عام دی چې یو یا دوه سیلابونه ولري او لنډ وي. په برلین کې د سپيو د دوګابل له مرکز څخه جوانا نورزینسکا وايي، د سپي نومول دا تضمین نه کوي چې یو سپی به په اوتومات ډول ستاسو غوښتنې ته ځواب ووایی: «هغه څه چې تاسو سپي ته ورزده کوئ هغه څه دي چې دوی یې اوري. د برونو په نوم غږ کول اسانه دی که تاسو خپل سپي ته «دلته بیرته راشه» سره بیرته راستنیدل زده کړئ، دوی به هم ورته غبرګون وښيي.»
انځور: Alvaro Barrientos/AP/picture allianceد نارینه پیشوګانو لپاره فیندوس یو مشهور نوم دی او د سويډن د کیسو د يوه کتاب څخه اخيستل شوی دی. یاده کېسه د یو زوړ سړي د یوې مضرې پېشو په اړه ده او د ۱۹۵۰ په لسیزه کې دا کتاب په ۵۵ ژبو ترجمه شوی وو. دا کتاب په المان کې په ځانګړي توګه د خلکو ډېر خوښ شو او د آلمان او سويدني انيميشن تلویزيوني سيريال په توگه هم جوړ شوی وو.
انځور: Bildagentur-online/picture allianceد ښځینه سپو يو ډېر عام نوم ايما دی. دا له يوه آلماني نوم څخه اخيستل شوی دی چې معنا یې نړيوال ده. د انساني نومونو نورې بیلګې چې د کورني حیواناتو نوموولو لپاره ځانګړي شوي ایمي، مایا او فریدا دي. د وین له پوهنتون څخه ارنسټ ابیل وايي: «سپيو او پیشوګانو ته په پنجره کې د بندي شویو څارویو په پرتله د انسان نومونو ورکولو رواج ډیر دی.»
انځور: MOLLY DARLINGTON/REUTERSانګلیسي کلمې لکه «لکي او بډي» هم په المان کې د سپیانو نومولو لپاره غوره کېږي. سپي په بیلابیلو کلتورونو کې د چانس او بخت نومونو باندې نومول کېږي، د« the Wag Walking dog walking website» د معلوماتو له مخې په فارسي کې سپي د بهروز په نوم نومول کېږي چې معني یې ښه بخت دی او فیلکس په لاتین کې چې د خوشبخته او خوشحاله معني لري.
انځور: DWلکه د انسانو په څېر کورني حیوانات هم لقبونه لري. «Schatz» چې په لفظي توګه د ګران/ګرانې معنی لري، ښايي د ماشومانو، مینانو او البته د څارویو لپاره د مینې تر ټولو عامه المانۍ اصطلاح وي. تاسو به د ځایی خلکو له خوا د ځینو څارویو او انسانانو له پاره د « Süßer» نوم هم اوريدلی وي چې په انګلیسي کې cutie یا sweetie او په پښتو کې «خوږ» ژباړل کیږي.
انځور: Sputnik/dpa/picture allianceپه المان کې د پلټني او ژغورني یو سپی د «Hope» په نوم نومول شوی. دا سپی د ۲۰۲۳ کال په فبرورۍ کې د ترکیې، ګازیانټیپ ښار ته ورسېد ترڅو د دغه هېواد په سویل کې له مرګونې زلزلې څخه د ژوندي پاتې شویو کسانو په موندلو کې مرسته وکړي. دې زلزله د پولې په اوږدو کې د سوریې هېواد ډېره برخه هم ویجاړه کړې وه. «Hope» په المان کې د پلټنې او ژغورني د نړیوالې ډلې غړی دی او دا کورنی حیوان ډېره مهمه دنده لري.
انځور: Piroschka van de Wouw/REUTERS هغه زیاته کړه چې وروسته له هغې چې زمری بې سده سو او خوب ته لاړ، بیرته یې سرکس ته ولیږداوه.
پوهه:په ګانا کی د له منځه تلو له خطر سره مخامخ تمساح گانې