1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

ایټالیا: پرکرونا ویروس باندي برئ ډیر لیري دی

۱۳۹۹ فروردین ۱۶, شنبه

د ایټالیا د روغتیا یوه جګپوړي چارواکي وویل چې ایټالیا باید د کرونا ویروس له وبا سره یوې اوږدې مبارزې ته امادګي ونسیي.‌ نوموړي ټینګار کړی چې ایټالیایان دې اوسمهال د خلکو ترمنځ فاصله مراعت کړي.‌

Italien: Bergung von Leichen in Lampedusa
انځور: picture-alliance/AP/C. Fusco

د شنبې په ورځ (د ۲۰۲۰م کال د مارچ میاشتې په ۴مه نیټه) د ایټالیا د روغتیا یوه جګپوړي چارواکي په دې هیواد کې د کرونا وبا خپریدو او له کبله یې راولاړ شوي وضعیت ته په کتو سره خبرداری ورکړ چې ایټالیایان دې له کرونا ویروس سره یوې اوږدې مبارزې ته امادګي ونیسي. دغه چارواکي همدا راز ټینګار کړی دی چې ایټالیایان دې اوسمهال د فاصلې ساتل مراعت کړي.‌

د ایټالیا د روغتیا د حکومتي سکتور کمیشنر ډومینیکو ارکوري په یوه خبري کنفرانس کې په دې هکله وویل:‌ «له داسې فکر کولو څخه ډډه وکړئ چې اوس د بدلون وخت دی او یا دا چې خپل چلند بیرته عادي حالت ته بدل کړی. تر اوسه پورې مو کوم چلند چې کړی همدې ته ادامه ورکړئ.» د ایټالیا دغه جګپوړي چارواکي همدا راز زیاته کړه چې په دې هم پوه شئ چې له دې تراژیدۍ یوازې په هغه صورت کې په بریالیتوب وتلی شو چې هر یو خپل نقش پکې ولوبوي.

ايټالوي چارواکو خپلو خلکو ته د کرونا وبا پر ضد اوږدې مبارزې ته د تياري نيولو خبرداری ورکړیانځور: AP

ایټالیا د تیرې مارچ میاشتې له ۱۰مې نیټې راهیسې په ټول هیواد کي د بندیز او تحریماتو پریکړه کړې وه خو د دې هیواد د جنوب خلک چې د کرونا ویروس له کبله لږ ځپل شوي،‌ د حکومت د دغه راز اقداماتو څخه ستړي شوي دي.‌ په ایټالیا کې د شنبې ورځې په چاپ شویو ورځپاڼو کې داسې سرلیکونه او انځورونه خپاره شوي چې پکې خلک د حکومت لارښونو ته پام نه کوي او بیرته بیرون ته راوتلي دي.‌

ارکوري په دې خبري کنفرانس کې همدا راز وویل: «د کرونا ویروس پر وړاندې زموږ مبارزه له وقفې پرته ادامه لري، مګر موږ باید داسې فکر ونه کړو چې موږ د دې مبارز د ګټلو په درشل کې یو او یا دا چې خپل حریف [کرونا ویروس] مو کونج ته کړی او بري ته ډیر نږدې شوي یو.»

په ورته وخت کې په ایټالیا کې د کرونا ویروس خپریدل د تیر په پرتله لږ شوي دي خو په بشپړه توګه متوقف شوي نه دي.‌ په روانه اونۍ کې هره ورځ‌ په کرونا ویروس د اخته کسانو شمیر په اوسط ډول ۴ نه تر ۴نیم فیصده لوړ شوی دی. دغه شمیر د مارچ میاشتې په لومړیو کې بیا ان ۲۰ فیصده وو.

د رسمي شمیرو له مخې،‌ د جمعې په ورځ په ایټالیا کې د کرونا ویروس ۴۵۰۰ تازه پیښې ثبت شوي دي چې په دې توګه په دې اروپايي هیواد کې د کرونا ویروس د مثبتو پیښو شمیر ۱۲۰ زره ته ورسید.‌ په ورته وخت کې د همدې جمعې په ورځ په ایټالیا کې ۷۶۶ کسان د کرونا ویروس له کبله وژل شوي دي او په دې توګه په دې هیواد کې د ټولو وژل شویو شمیر هم ۱۴ زره او ۶۸۱ تنو ته لوړ شوی دی.‌

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب