ایټالیا په عراق کي دکلتوري شتمنیو ساتل غواړي
۱۳۹۴ فروردین ۹, یکشنبه د ایټالیا د کلتور وزیر داریو فرانچِسکیني د «کلتوري ابداتو او آثارو دپاره د سولي ساتي عسکرو په ډول » د یوې قوې د جوړیدو غوښتنه کړې ده ، تر څو د عراق تاریخي آبدات ، هنري آثار او لرغوني او پخوانی ښارونه، لکه نیمرود او الحضر په اینده کي د اسلامی دولت-ISډلي د نړیدونکو او تخریبي اعمالو څخه وساتل سي .
په هغه مرکه چي فرانچِسکیني د برتانوی گارډین ورځپاڼی سره کړې ده ، او المانی «زیوډ ډویچه څایټونگ » د شنبه د ورځي په نشریه کي نقل قول ځيني راوړی دی ، په عراق کي یې د رسیدونکو تاوانو له کبله خپل خفگان او تشویش ښکاره کړی دی . دده په خبره ، یوه چټکه عملیاتي قوه باید په بحراني سیمو کي په آینده کي ددې غم وخوري ، چي د زرونوکلونو زاړه تاریخی آثار د مذهبي شخړو ښکار نسي . فرانچِسکیني وايی ، چي «پخوا دغسي ځایونه د بمباریو او جنگونو په جریان کی تاواني کیدل، خو نن ورځ دغه کلتوری شتمنی په شعوري او قصدي ډول تر حملو لاندي راځي او تخریبیږي .ځکه چه دغه ځایونه د یوې معیني زمانی او کلتور نخښي نښانې دي » په همدې دلیل نو ده د نړیوالي ټولني څخه غوښتنه کړې ده ، چي د اوسنیو تخریبي اعمالو له کبله سره متحد سي اودعراق ملاتړ وکړي .
ایټالیا دکلتوري شتمنیو د ساتلو په هکله یو وتلی مسلکي ټيم لري ، چي مرکز یې په روم کی دی او د «کلتوري میراث د ساتني د کوماندو په » نامه یادیږي . د الماني «زیوډ ډویچه څایټونگ » ورځپاڼی د معلوماتو پراساس ددنیا د ډیرو ملکو څخه مسلکي کسان روم ته ورځي ، ترڅو هلته دا زده کړي ، چي څنگه سړی غلأ سوي اثار تعقیبولای، د هغه کاپي او جعلی پيژندلای او عاملین یې په سزأ رسولای سي .
په همدې حال کي اسلامی دولت-ISډلي اعلان کړی دی ، چي پر غربي کلتوري آثارو او آبداتو به هم بریدونه تر سره کړي . په دغو ابداتو کي چي دوی یې نوم یاد کړی دی ، په واشنگټن کي سپینه ماڼی، د لندن بیگ بېن او فرانسې ایفل برج شامل دي .