1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ایټالیا: یوې مهاجرې ښځې په هلیکوپټر کې ماشوم زیږولی

۱۳۹۹ شهریور ۱۲, چهارشنبه

په کرونا ویروس اخته یوې مهاجرې ښځې په داسې حال کې خپل ماشوم زیږولی، چې له لامپيدوسا ټاپو څخه په هلیکوپټر کې سیسل ته لیږول کیدله. په روان میلادي کال کې ایټالیا ته د راتلونکو مهاجر شمیر یو وار بیا زیات شوی دی.

Italien Sizilien Flüchtlinge auf dem Rettungsschiff Aita Mari
انځور: picture-alliance/NurPhoto/G. Maricchiolo

د سیسیل سیمه ایزو چارواکو ویلي دي دغه ښځه د لامپيدوسا ټاپو د تازه راتلونکو مهاجرو په یوه کمپ کې وه. دغه کمپ د شاوخوا ۱۰۰ تنو له پاره جوړ شوی وو، خو په دې وروستیو ورځو کې په کښې ۱۰ برابره زیات کسان اوسیدل.

دا چې د دې ښځې د کرونا ویروس ټیسټ مثبت وو، نو چارواکو پریکړه وکړه چې دا د سیسیل ټاپو په مرکز کې د پالرمو ښار روغتون ته انتقال کړي، څو خپل ماشوم په مصئون ډول وزیږوي، خو اوبه له ورخه تیرې وې.

د سیمه ایز حکومت ویاند رویټرز ته ویلي دي چې دغې ښځې د سیسیل سویلي ساحل په فضاء کې په چورلکه کې خپل ماشوم زیږولی دی.

په دې وروستیو کې د سیسیل د سیمه ایز حکومت او د ایټاليا د مرکزي حکومت ترمنځ د مهاجرو پر موضوع اختلاف رامنځته شوی دی. د سیسیل والي پر مرکزي حکومت انتقاد کوي چې هغو مهاجرو ته د رسیدګۍ له پاره چې له افریقا څخه دې ټاپو ته را رسیږي کافي امکانات د دوی په اختیار کې نه ورکوي.

د هغو کسانو شمیر چې په دې وروستیو کې د مدیترانې په خطرناک قاچاقي مسیر ځانونه اروپا ته رسوي یو وار بیا زیات شوی دی.

د رسمي شمیرو له مخې د روان میلادي کال له پيل راهیسې تر اوسه پورې ۱۹۴۰۰ مهاجرو ځانونه د ایټاليا سواحلو ته رسولي دي. دا په داسې حال کې ده چې دغه شمیر د تیرکال په همدې موده کې ۵۲۰۰ وو.

د  (Sea Watch)خیریه سازمان اعلان کړی دی چې ۳۰۳ تنه ژغورل شوي مهاجر به ډیر ژر پالرمو ښار ته ورسیږي او په یوې کښتۍ کې به قرنطين شي. د دغو مهاجرو را رسیدل یو وار بیا د «لګا» ښي اړخي ګوند د مشر ماتئو سالویني له نیوکو سره مخامخ شوی دی.

سالوينې په فیسبوک کې لیکلي دي: «که حکومت دغو خلکو ته د داخلیدو اجازه ورکړي، د لګا ګوند به په غیر قانوني مجازاتو کې د لاس درلودونې او مرستې په دلیل د حکومت پر ضد اقامای دعوی وکړي.»

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب