1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستسوریه

بئربوک په دمشق کي د سوریې له نوي مشرتابه سره گوري

ګل غوټۍ پوپل | د فرانسې خبري آژانس
۱۴۰۳ دی ۱۴, جمعه

په سوريه کي د بشار الاسد حکومت تر نسکوریدو شاوخوا څلور اونۍ وروسته، د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بئربوک، په ناڅاپي ډول سوریې ته سفر وکړ او غواړي په دمشق کي له نوي مشرتابه سره وګوري.

بیربوک په ناڅاپي سفر دمشق ته ورسیده
بئربوک په دمشق کي د سوریې له نوي مشرتابه سره گوريانځور: Jörg Blank/dpa/picture alliance

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ (۲۰۲۵ م کال د جنوري ۳) خبر ورکړ چي بئربوک، به له خپل فرانسوي سیال ژان نوئل باروت، سره یوځای او د اروپايي ټولني په استازیتوب په دمشق کي د سوریې له نوي واکمن احمد الشارع او همدارنگه د سوریې د مدني ټولو له استازو سره لیدنه کتنه وکړي.

ددغه یو ورځني سفر هدف، د سوریې له سیاسي نوي پیل او په سوله ایزه توگه د قدرت د انتقال، بیارغونې او ټولنیزي پخلایني د بهير ملاتړ څرگندول دي.

بئربوک، سوریې ته تر خپل سفر مخکي څرگنده کړې وه چي د اسد رژیم له خوا له لسیزو ظلمونو او کلونو داخلي جنگونو وروسته،سوریه  اوس د نوي پیل او ښې راتلونکي ته د هیله مندۍ پر لور روانه ده.

خو د بهرنیو چارو وزیري، د هیئت تحریر شام ډلي د ملېشو په مشرۍ نوي مشرتابه ته چي لاهم د اروپايي ټولني په تور ليست کي شامله ده، ځیني شرایط هم بیان کړل. بئربوک څرگنده کړه: «نوی پیل به هغه وخت رامنځته سي، کله چي د سوریې  د نوي ټولني په سیاسي بهیر کي ټول سوریایان که هغه نارینه وي او که ښځي، پرته له دې چي کومه اتنیکي او یا هم مذهبي ډله وي، ځای ولري، حقونه یې خوندي سي او ملاتړ یې وسي.»

د هغې په خبره دغه حقونه باید د ممکنه ټاکنو له پاره له اوږد مهالو نیټو او یا هم د عدلي یا تعلیمي سیستمونو د اسلامي کولو د گامونو له امله زیانمن نه سي. افراطیت او افراطي ډلې باید پکښي ځای ونه  لري.

د بئربوک  په خبره د روسیې له پاره هم ددې وخت رارسېدلی دی چي په سوريه کي خپلې پوځي اډې وتړي. دا د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وو چي د ډسمبر په پیل کي له راپرزولو سوي واکمن اسد، څخه یې دومره ډیر وخت ملاتړ کاوه، هغه څوک چي د اسد رژیم پر جنایتونو یې پرده غوړولې وه او ملاتړ یې کاوه.«د سوریې اولس به پراخې بمبارۍ او له بشري حقونو څخه سرغړونې هیري نه کړي.»

د سوریې د تحریر شام ډلې او افغان طالبانو تر منځ توپیر څه دی؟

33:02

This browser does not support the video element.

ګل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب