1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بادغيس: پر لس کلنې نجلۍ د جنسي تیري په تور درې تنه نيول شوي

۱۳۹۸ دی ۹, دوشنبه

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت خبر ورکړی چې په بادغيس ولايت کې پولیسو په یوه دیني مدرسه کې پر یوې لس کلنې نجلۍ د جنسي تيري په تور درې تنه نيولي دي. پر دې ماشومې څو ورځې تر مخه د دې ولایت په مرکز کې جنسي تیری شوی وو.

Karte Afghanistan Provinz Badghis Deutsch
انځور: DW

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت نن، سه شنبه (د ۲۰۱۹م کال د دسمبر ۳۰ نیټه) وويل چې د بادغيس ولايت د جنايي جرمونو سره د مبارزې د قوماندانۍ پوليسو درې تنه زده کوونکي پر يوې لس کلنې نجلۍ د جنسي تیري په تړاو نيولي دي.

د وزارت په يوه خبر پاڼه کې ويل شوي چې پر دې کسانو تور دی چې د جدي میاشتې پر پنځمه نیټه یې په قلعه نو ښار کې، په يوه ديني مدرسه کې پر دې ماشومې جنسي تیري کړی وو.

په دې خبرپاڼه کې ويل شوي چې د پوليسو پلټنې ښيي چې د دې مدرسې درې زده کوونکي په دې قضيه کې لاس لري چې پیژندل شوي او نيول شوي دي. زياته شوې چې په دې تړاو نورې پلټنې روانې دي.

د بادغيس ولايت سيمه ایزو چارواکو څه نا څه يوه اوونۍ تر مخه پر يوې لس کلنې ماشومې د ډله ایز جنسي تیري څخه خبر ورکړی وو. د دې خبر تر خپريدو وروسته د دې ماشومې انځورونه هم په ټولنیزو شبکو کې لاس په لاس کیدل چې د خلکو سخت غبرگونونه یې راپارولي ول.

خلکو او د ټولنیزو شبکو کاروونکو د دې پېښې د عاملينو د پيژندلو او هغوی ته د جزا د ورکړې غوښته کوله. د بادغيس ولايت د چارواکو د معلوماتو پر اساس په دې ولايت کې په روان کال کې د جنسي تیري څو نورې پېښې هم رامنځته شوي دي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب