بادغيس کي يوه پېغله په عام محضر کي وژل سوې ده
۱۳۹۲ اردیبهشت ۱۸, چهارشنبهد دغه ولايت چارواکي وايي، چي طالبانو په يوه صحرايي محکمه کي يوه پېغله له کوره د تېښتي په تور تر محاکمه کولو وروسته وژلې ده.
د بادغیس د والي ویاند شراف الدین مجیدي له دويچه ويله سره په خبرو کي وویل، چي د دغه ولایت د ابکمري ولسوالۍ په کوکچل کلي کي ځايي طالبانو د حلیمې په نوم یوه۲۰ کلنه پېغله په عام محضر کي په مرميو ويشتلې ده.
هغه وويل: «دا ظالمانه کار د افغانستان د قوانیو خلاف عمل دی. موږ اوس د دې پيښي د عاملینو د پيژندلو او قانونو ته د سپارلو لټون پيل کړی دئ.»
د بادغيس ولايت د څارنوالۍ رئيس جان محمد نوري هم پیښه تائید کړه او ويې ويل، چي وژل شوې پېغله د داود په نوم له یوه تن سره له بادغیس څخه د تیښتي پر مهال د کورنۍ تر شکايت وروسته نيول شوې وه: «دغه پېغله د پلار د شکایت پر بنسټ په ابکمري ولسوالي کي په عام محضر کي ويشتل شوې ده.»
د بادغيس چارواکي د هغه کس د برخليک په اړه بې خبري ښيي چي ويل کيږي له پېغلي سره ئې د تېښتي پلان جوړ کړی وو.
ابکمري د بادغیس ولايت یوه له با امنو ولسوالیو څخه شمېرل کېده. د ځايي چارواکو په خبره په دغه سیمه کي د طالبانو نفوذ ډير لږ يا نه وو. خو اوس دې پيښي د خلکو انديښنې را پارولي دي.
د هرات پوهنتون د شرعیاتو څانګي استاد عبدالرحمن سلیم وايي، چي دغه عمل د اسلام له اصولو سره برابر نه دی. د هغه په خبره وژل شوې پېغله د نکاح په قيد کي نه وه.
که څه هم طالبانولا تر اوسه د بادغیس د صحرايي محکې په اړه څه نه دي ويلي خو پر دغي ډلي د ورته صحرايي محکمو تورونه لگول کيږي. دغي ډلي څو اوونۍ د مخه د هرات ولايت په رباط سنگي ولسوالۍ کي د دوو تنو يولاس او يوه پښه پرې کړل.