1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

بادغیس: د سړک د غاړې ماین شپږ پولیس ووژل

۱۳۹۸ آبان ۱۵, چهارشنبه

په بادغيس کي لږ تر لږه شپږ پوليس هغه وخت ووژل سول چي د خپل معاشونو د تر لاسه کولو له پاره ولایتي مرکز قلعه نو ته پر لار ول. د بادغیس ولایتي شورا ویلي چې دغه کسان د سړک د غاړې یوه ماین وژلي دي.

Karte Afghanistan Provinz Badghis Deutsch
انځور: DW

د بادغیس د ولايتي شورا غړو د چهارشنبې په ورځ خبر ورکړ چې دغه پولیس د بادغيس مرکز، قلعه نو ته روان ول چي نقليه وسيله يي د سړک پر غاړه ايښودل سوي پر یوه بم برابره سوه. ويل کيږي چي د مقر په ولسوالي کي رامنځته سوې په دغه پيښه کي څلور نور پوليس ټپيان سوي هم دي.

دغه ډول په لاس جوړ سوي بمونه زياتره وخت د طالب جنګياليو له خوا ايښودل کيږي چي افغان امنیتي ځواکونه په نښه کړي. په عين وخت کي په شمالي ولايت بغلان کي بيا د پوهنتون د يوه متقاعد استاد جسد موندل سوی دی. د ولسمشرۍ ماڼۍ په يوه اعلامیه کي راغلي دي چي د افغانستان دښمنانو دغه استاد، د کندز او بغلان ترمنځ  پر لویه لار باندې له موټر څخه راکښته شوی او وژل سوی دی. د سيمه یيزو رسنيو په حواله دغه استاد په کابل کي د اطلاعاتو او کلتور په وزارت کي دنده لرله. خو طالبان په دغه پيښه کي د لاس لرلو څخه انکار کوي.

د ولايتي شورا د غړو په خبره طالب ياغيان د لویو لارو په اوږدو کي تل د کنترول غيرقانوني اډې جوړوي او د حکومتي ادارو او یا هم امنيتي ځواکونو غړو لټه کوي.

(gp/ms (dpa)

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل