1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بادغیس: سړې هوا د یو شپون او څلورو ماشومانو ژوند اخیستی

۱۴۰۱ دی ۲۵, یکشنبه

غیرمعمول سړې هوا د افغانستان په بادغیس ولایت کې لږ تر لږه د يو شپون او څلورو ماشومانو ژوند اخیستلی دی. طالب چارواکو پېښه تائيد کړې ده. بادغیس د افغانستان له بې وزله ولایتونو څخه یو دی.

افغانستان کې واوره او سوړ ژمی - د آرشیف انځور
افغانستان کې واوره او سوړ ژمی - د آرشیف انځورانځور: Ali Khara/REUTERS

د آلمان خبري آژانس د رپوټ پر اساس، د طالبانو د والي ویاند احمد جان حنظله وويل چې دغه پېښه د افغانستان د شمالغربي ولایت بادغیس په قادس ولسوالۍ کې شوې ده.

په مړه شوو کسانو کې درې تنه ېې د دوو میاشتو او دوو کلونو تر منځ کوچني ماشومان دي. تر دې وړاندې داسې رپوتونه هم ورکړل شوي ول چې د سختې سړې هوا له کبله د ېوې رمې نژدې زر پسونه مړه شوي دي.

فقر، بې برقي او په افغانستان کي د یخ بې ساري څپه

ځايي اوسیدونکي وايي چې سږکال هوا د تېرو دوو لسیزو په پرتله په غیرمعمول ډول ډيره سړه شوې ده. په حاضر وخت کې په افغانستان کې د حرارت درجه د سانتي ګراد په حساب له صفر ښکته منفي ۲۸ ته راټيټه شوې ده.

بادغیس د افغانستان یو له بېوزله ولایتونو څخه دی چې لږ پراختیايي کارونه په کې ترسره شوې او ډیری اوسیدونکي ېې د پخو لارو، روغتيايي کلینیکونو او نورو عامه خدماتو ته لږ لاسرسی لري.

د بادغیس پر لویه لار د ترافیکي پیښي له امله پنځو تنو ته مرګ ژوبله واوښته

د سېمې یو اوسیدونکي د آلمان خبري آژانس ته وويل: «دلته برېښنا نشته. په لرو پرتو سیمو کې خلک د ځانونو د ګرمولو له پاره د څارويو فاضله مواد سوځوي.»

فقر او سړه هوا د افغانستان په ګڼو نورو ولایتونو کې هم له خلکو ژوند اخلي او د مالي زیانونو اوښتو سبب واقع شوي، که څه هم په اړه ېې کره ارقام په لاس کې نه شته.

افغانستان د نړۍ يو له هغو هیوادونو څخه دی چې له شدید بشري بحران څخه کړيږي. د ملګرو ملتونو سازمان په حواله، سږکال به د افغانستان له نیمايي ډير اوسیدونکي بشري مرستو ته اړتیا ولري.

«په درو کلونو کې په افغانستان کې سخته لوږه دوه برابره شوې»

افغانستان چې پر بهرنيو مرستو متکي دی، د ۲۰۲۱م کال په اګست کې د طالبانو تر واکمنېدو راهيسې د نړيوالو مرستو بهير سخت ټکنی شوی چې پر عمومي اقتصادي او بشري وضعیت ېې ناوړه اغیز پرېښی دی. په دغه موده کې ډيرو حکومتي مامورينو، په ځانګړې توګه ښځو خپلې رسمي دندې له لاسه ورکړي او په لسونو زره افغانان د هیواد پرېښودو ته اړ شوي دي.

په بادغیس کي زلزله ځپلي د ژمي په یخنۍ کي بې سرپناه دي

(dpa)mks/mns/

پر ورته موضوع له آرشیف څخه یو انځوریز البوم:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب