بادغیس: ماین چاودنې د درو ماشومانو ژوند واخیست
۱۴۰۱ مهر ۲۹, جمعهد دې ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند صدیق الله صدیقي دویچه ویله ته وویل: یاده پیښه نن جمعه سهار ۸ بجې د بادغیس ولایت د مقر ولسوالۍ د خارستان کلي ته څیرمه رامینځ ته شوې چې له امله ېې درې ماشومې نجونې قرباني شوې دي.
ویل کیږې دغه پيښه هغه وخت رامنځ ته شوه چې یادو ماشومانو د تیر حکومت د يوې پخوانۍ امنيتي پوستې په شاوخوا کې د وسپنو ټوټې را ټولوې چې وروسته یې د څو پیسو په بدل کي وپلوري خو نا څاپې پرې د ماين چاودنه وشوه. لومړی دوې نجونې ځای پر ځای وژل شوې وروسته یوې بلې نجلې په روغتون کي ساه ورکړې ده.
د بادغیس مسؤولینو د دغه نجونو عمرونه د ۶ څخه تر ۱۲ کلونو په شاوخوا کي ښودلې دي. د ویلو ده چې دا لومړی ځل نه دی، چې د افغانستان په لودیځه حوزه کي ماشومان د ناچاودو ماینونو قرباني کېږي، بلکې په وروستیو کلونو کې د جګړو له امله د بادغیس ولایت ډېری سیمې په ماینونو فرش شوې چې وخت ناوخته یې له امله چاودنې رامینځ ته کیږې او مرګ ژوبلې له ځان سره لري.