1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بادغیس کې یو تن د قرآن کریم تر سوځولو وروسته وژل شوی

۱۴۰۲ فروردین ۲۷, یکشنبه

په بادغیس ولایت کې د طالبانو ځايي چارواکي وايي چې په دې ولایت کې یو تن د قرآن شریف د سوځولو په تور د یوه بل نامعلوم کس له لوري وژل شوی دی. د دې ولایت پولیس وايي چې پیښه په قادس ولسوالۍ کې شوې ده.

Symbolbild - Koran
انځور: Getty Images/AFP/M. Al-Shaikh

په شمال ختیځ بادغیس ولایت کې ځايي حکومتي چارواکو ویلي چې د دې ولایت په قادس ولسوالۍ کې یو کس چې قرآن کریم یې سوځولی وو او په تیښته بریالی شوی وو، وروسته د یوه نامعلوم کس له لوري په ډزو وژل شوی دی. د دې ولایت پولیسو هم د دې پیښې پخلی کړی دی او زیاتوي چې پیښه تر څیړنې لاندې ده.

د محلي رسنیو د رپوټونو له مخې، نوموړي کس چې احتمالاً د مسلمانانو مقدس کتاب قرآن شریف ته یې اور اچولی، تر پیښې وړاندې له خپلې میرمنې سره لفظي شخړه هم کړې وه.

په افغانستان کې مذهب ته سپکاوی یوه حساسه موضوع ده او کله چې پر کوم چا د دغه راز کار تور پورې شي بیا د نورو سخت دریځو کسانو له خوا په نخښه کیږي او په زیاتره مواردو کې له څیړنو او عدلي ارګانونو پرته خلک قانون په لاس کې اخلي.

په ۲۰۱۲م کال کې د افغانستان پلازمینه کابل کې وروسته له هغې د ناټو پر ستر پوځي مرکز برید وشو کله چې په یاده پوځي اډه کې د قرآن شریف د اشتباهي سوځیدو راپورونه خپاره شول. انځور: AP

په ۲۰۱۲م کال کې د افغانستان پلازمینه کابل کې وروسته له هغې د ناټو پر ستر پوځي مرکز برید وشو کله چې په یاده پوځي اډه کې د قرآن شریف د اشتباهي سوځیدو راپورونه خپاره شول. هغه مهال د خونړیو اعتراضونو په نتیجه کې د څلورو امریکایانو په شمول لسګونه کسان وژل شوي ول. مذهب ته د سپکاوي جرم نه یوازې په افغانستان بلکې په ګاونډي پاکستان کې هم یوه ډیره حساسه موضوع شمیرل کیږي.

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب