1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

باقييف اوس هم ځان د قرغزستان قانوني جمهوررييس بولي

۱۳۸۹ اردیبهشت ۲, پنجشنبه

اصلأ داسي ښکاريدل چي په تيره اونۍ کښي خبره حل سوې وي . ليري سوي جمهوررييس قرمان باقييف تيره پنجشنبه قرغزستان پريښوۍ او قزاقستان ته ولاړۍ، او استعفأ يې ورکړه

دقرغزستان ليري سوی جمهوررييس باقييف په سپينه روسيه کښي
دقرغزستان ليري سوی جمهوررييس باقييف په سپينه روسيه کښيانځور: DW/Kesner

په دا سبا د جمعې په ورځ د مؤقتي حکومت صدراعظمه روزا اوتون بايي وا دکمرو په مخکښي راښکاره سوه ، اودده د استعفأ متن يې په دې ډول ووايه :

«په دغو د قرغزستان د ولس دپاره غم انګيزو ورځو او د قرغيزي ولس د آيندې او د هيواد د يووالي په خاطر د مسؤليت په درکولو سره ، زه د اساسي قانون د 50مادې مطابق استعفأ ورکوم . »

خو د مؤقتي حکومت دغه خوشالي چه موضوع په وينو تويولو سره پای ته ونه رسيدل ، ډير دوام ونکۍ . يوه اونۍ وروسته باقييف پرون د ليري، خو ډاډه او نوي ځای، سپيني روسيې څخه د رسنيو په مخکښي راظاهر او اعلان يې وکي ،

«9 مياشتي دمخه د قرغزستان خلګو زه انتخاب کړم ، او ما لوړه وکړه ، چه هغو ته به خدمت کوم . زه داسي قدرت نه وينم ، چي ما مجبوره کي ، تر څو خپل قسم بيرته واخلم . يوازي مرګ ما ددغه کار څخه راګرزولای سي . زه قرمان باقييف د قرغزستان انتخاب سوی قانوني جمهوررييس يم ، او هغه بين امللي ټولني منلې هم ده . زه به ټول هغه څه وکم ، چه په قرغزستان کښي د اساسي قانون مطابق نظم رامنځته کم . په هيڅ صورت به دا پرې نه ږدم چي ددغه هيواد سرنوشت د بانډسټانو په لاس کښي ولويږي . »

انځور: AP

په بشکيک کښي د مؤقتي حکومت د صدراعظم مرستيال اِډيل بای سالو په دې اړه وويل چې باقييف په ټول قوت سره کوښښ کوي ، چه په هيواد کښي وضع بې ثباته کي . ده يووار بيا دې ته اشاره وکړه چه درواغ او خيانت د باقييف په خټه اخښلي دي . دی وايي ،

«که څوک وايي چي مؤقتي حکومت غير قانوني دی ، او باقييف قانوني جمهوررييس دی ، نو دا ډيره د خندا وړ خبره ده . ټوله او په سل هاوو بين امللي ناظرين په دې پوهيږي چي د جولای د جمهوري رياست په انتخاباتو کښي ډيره سخته جعل کاري سوې وه ، قرمان باقييف انتخابات ندي وړي ،ده رايي غلا کړي دي . »

خو ناظرين دا دامکان څخه ليري نه بولي چي د ليري سوي جمهوررييس شعوري راڅرګنديدل به د قرغزستان په جنوب کښي دده پلويانو ته نوی قوت ورکي .

پرون هم هلته دده د پلويانو او مخالفينو تر منځ اخوډب رامنځته سو .

په دې حساب نو مؤقتي حکومت مجبوره دی چي په هره خوا کي د امنيت غم وخوري . د بشکيک په شاوخوا کښي بزګران د مځکو د خاوندانو پر ضد د تشدد څخه کار اخلي ، او مځکي يې قبضه کوي . مځکي سوځل کيږي، خلګ وژل کيږي او زخميان کيږي . په عين حال کښي خلګ د نوي حکومت څخه د ژوندانه د شرايطو د ښه کولو انتظار لري .

کريستينا ناګِل/

کتونکي : محمد قاسم نوري

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب