1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بالاخره د امنیت شورا سوریې ته د مرستو پر انتقال توافق وکړ

۱۳۹۹ تیر ۲۲, یکشنبه

وروسته له څو اونیو بحثونو څخه د امنیت شورا سوریې ته د مرستو د انتقالولو پریکړه لیک ته مثبته رایه ورکړه. د دې پریکړه لیک په اساس به وروسته له دې یوازې د یوه سرحدي بندر له لارې د مرستو رسول ممکن وي.

Syrien Krieg - russische Soldaten Sicherung für Hilfsgüter
انځور: Reuters/O. Sanadiki

وروسته له څو اونیو دیپلوماتیکو هڅو څخه د ملګرو ملتونو د امنیت په شورا کې د سوریې خلکو ته د مرستې رسونې د پروګرام تمدید یا غځول تصویب شو. دا په داسې حال کې ده چې د سوریې شمال لویدیځ ته د مالونو د انتقالولو د یوه بندر بندیدل کیدای شي، د سوریایي مهاجرو یوې برخې ته د مرستو رسولو بهیر له ستونزو سره مخامخ کړي.

د رویټرز خبري آژانس د یکشبنې په ورځ (د جولای میاشتې ۱۲ نیټه) د امنیت په شورا کې سوریې ته د مرستو رسولو په هکله پروګرام پر غځول کیدو د توافق خبر ورکړی دی. دریو هیوادونو روسیې، چين او ډومینیکين جمهوريت دغه پریکړه لیک ته ممنتع رایه ورکړې ده. دا په داسې حال کې ده چې مخکيني توافقنامې د روسیې او چین له خوا ویتو شوې وې.

د آلمان او بلجيم په پریکړه لیک کې چې د دغه نړیوال بنسټ له خوا تصویب شو، د یوه کال له پاره سوریایي بې ځایه شویو او همدارنګه د دغه هیواد د شمال لویدیځ برخې اوسیدونکو ته د مرستو رسولو د پروګرام غځول په پام کې نیول شوي دي.

د باب السلام بندیدل

پر دغه پریکړه لیک توافق هغه وخت ممکن شو، چې آلمان او د امنیت شورا نورو غړو هیوادونو د مرستو د انتقال د نورو بندرونو د بندولو په اړه د روسیې غوښتنه ومنله.

په مخکیني پریکړه لیک کې چې د آلمان او بلجيم له خوا د امنیت شورا ته وړاندیز شوی وو، د سوریې خلکو ته مرستې باید له دوو بندرونو (باب السلام او باب الهوی بندرونو) له لارې صورت نیولی وای.

روسیه د دوو بندرونو له لارې د مرستو له رسونې سره مخالفه وه. په ملګرو ملتونو کې د ورسیې د استازي په باور، د باب السلام له مسیر حخه استفاده یوازې د یاغیانو د سنګرونو د تقویه کیدو سبب کیږي او د بشارالاسد حکومت په داسې یو وضعیت کې دی چې کولی شي د حلب شمال ته د مرستو انتقال د دغه هیواد د مرکزي سیمو له طریقه ممکن کړي.

د سوریې او ترکیې تر منځ د باب السلام بندرانځور: picture-alliance/AP/IHH

مخکې تر دې به د سوریې خلکو ته د مرستو انتقال د څلورو بندرونو له لارې صورت نیوه. وروسته بیا د مرستو انتقال دوو بندرونو ته محدود کړای شو. اوس به د باب السلام له بندیدو سره د مرستو رسول یوازې د باب الهوی بندر له لارې ممکن شي.

کتونکي په دې باور دي چې د باب اسلام بندر بندیدل کیدای شي د سوریې د یوې برخې خلکو ته د مرستو رسولو بهیر له ستونزو سره مخامخ کړي.

«یو ښه خبر!»

د آلمان د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس د امنیت په شورا کې د سوریې خلکو ته د مرستې رسونې په اړه د پریکړه لیک تصویبیدل د سوریې په میلیونو وګړو له پاره یو ښه خبر وباله. خو په عین وخت کې یې ټینګار وکړ چې آلمان د لا زیاتو بندرونو له لارې د مرستو د انتقال غوښتنه درلوده.

دا په داسې حال کې ده چې روسیې ګواښ کړی وو چې که د مرستو د انتقال د بندرونو د کمولو په اړه وړاندیز یې ونه منل شي، نو دا پریکړه لیک به ویتو کړي.

سیاسي شنونکو ویلي دي چې د باب السلام بندر بندیدل به عملاً، په سوریې کې د بشارالاسد دریځ د پیاوړې کیدو سبب شي. په ۲۰۱۱م کال کې د سوریې د کورنۍ جګړې د پيل راهیسې په دغه هیواد کې تر ۵۰۰۰۰۰ ډیرو انسانانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ص

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب