1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

بامیان: د جنازې مراسم څنګه د کرونا ویروس د پراخیدو سبب سول؟

۱۳۹۹ اردیبهشت ۱۹, جمعه

د بامیان په یوې ولسوالۍ کي په یو وار په کرونا د اخته کسانو شمیر لوړ سو. د هغه علت د یوه ناروغ مړینه او د هغه د جنازې مراسم په ګوته سوی. دا ښيي چي بې احتیاطي څومره خطرناکه وي.

Karte Afghanistan Provinz Bamiyan Deutsch
انځور: DW

د بامیان ولایت چارواکو د پنجشنبه په ورځ ويلي دي چي ددغه ولایت په سیغان ولسوالۍ کي د ۱۶ تنو په بدن کي د کرونا ویروس تشخیص سوی. ټول دغه کسان د مړه سوي ناروغ سره په تماس کي ول او یا یې هم د هغه د ښخولو په مراسمو ګډون کړی وو.

د سیغان ولسوالۍ دغه نوي اخته سوي کسان، د مړه سوي کس د کورنۍ درې غړي، اته تنه ډاکټران او د سیمي پنځه تنه اوسیدونکي دي. اوه تنې یې ښځي دي.

ویروس څرنګه پراختیا وموندله؟

۷۰ کلن کس چي مړ سوی، د سیغان ولسوالۍ د دیمیله په سیمه کي ناروغ سوی وو او څو واره یې د کابل، د بامیانو د مرکز او ددغي ولسوالۍ صحي مرکز ته مراجعه کړې وه. د هغه خپلوان وايي چي ډاکټرانو ویل چي هغه د زړه مشکل لري.

دغه زوړ سړی تر یوې میاشتي ناروغۍ وروسته مړ سو. د نوموړي د کورنۍ یوه غړي د سیمي صحي مرکز ته ویلي چي په هغه کي د کرونا علایم لیدل سوي ول. وروسته صحي چارواکو له هغه څخه نمونې واخیستې او د تشخیص له پاره یې کابل ته ولیږلې.

د سیمې اوسیدونکو او کورنۍ یې مخکي تر دې چي د معایناتو نتیجې ته انتظار وباسي، د هغه جسد ته یې غسل ورکړ او خاورو ته یې وسپاره. پس له څلورو ورځو وروسته معلومه سوه چي هغه په کرونا باندي اخته سوی وو.

دا معلومه نه ده چي دغه سړی چیري په نوموړي ویروس اخته سوی وو. خپلوان یې دا ګومان کوي چي هغه ښايي په کابل کي روغتونونو ته د ورتګ پر وخت په دغه ویروس اخته سوی وي.

د سیغان ولسوال زمان بهلول دویچه ویلي ته ویلي چی د نوموړي کس د ښخولو په مراسمو کي د هغه د کورنۍ او خپلوانو څه د پاسه ۲۰۰ تنو ګډون کړی وو. هغه اندیښنه څرګندوي چي ښایی ډیر زیات نور کسان هم په دغي ناروغۍ اخته سوي وي. ۵۵ کلن حضرت قول چي مړي ته یې غسل ورکړی هم په کرونا اخته سوی او وايي: «موږ خبر سوو چي هغه مړ سوی بیا مو د نورو درو تنو مړو سره هغه ته هم غسل ورکړ.» هغه وروسته خبر ترلاسه کړ چي مړ سوی کس په کرونا اخته وو.

د صحي مرکزونو ستونزې

په بامیان کي دوه ۱۰ بستریز او ۲۰ بستریز روغتونونه د کرونا ناروغانو له پاره فعال دي. خو په دغه ولایت کي د کرونا ویروس د تشخیص کوم لابراتوار نه سته او اخیستل سوي نمونې باید کابل ته واستول سي.

له بلي خوا د کرونا په اړه محدودیتونو د خلکو اقتصاد ته سخته ضربه رسولې او د بیکارۍ د زیاتیدو سبب سوي. د بامیان والي طاهر زهیر د پنجشنبه په ورځ وویل « د بامیان دوکانداران، د هوټلونو خاوندان او خلک، سږکال د توریزم له صنعت څخه یو میلیارد و ۷۰۰ زره افغانۍ تاواني سوي.»

ویل کیږي چي په ۱۳۹۸ لمریز کال کي څه د پاسه ۲۲۰ زره داخلي او خارجي سیلانیانو له بامیان څخه لیدنه کړې وه او څه د پاسه ، ۴۰۰۰ کسان د هوټل دارۍ ، دوکاندارۍ، نانوايي، قصابۍ، کښتۍ چلولو او ترانسپورت په برخو کي په کارونو مصروف ول.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب