1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بامیان په لوی اختر کې د ۲۵ زره سیلانیانو کوربه وو

۱۳۹۹ مرداد ۱۴, سه‌شنبه

د لوی اختر په ورځو کې تر ۲۵ زرو زیاتو داخلي او بهرنیو سیلانیانو په ځانګړې ډول د افغانستان د لومړي ملي پارک (بند امیر) څخه لیدنه کړې ده. د ځایي چارواکو په وینا دغه شمیر د تیرکال په پرتله د پام وړ کمښت ښيې.

Afghanistan Nationalpark Band-e Amir
انځور: DW/Ashaq Akramy

د قرنطین په لیرې کیدو او د سیلانیانو په وړاندې د تفریحي ځایونو د پرانیستو وروسته، په زرونو کسانو په یوه میاشت کې د بامیان طبیعي او لرغونو سیمو لیدلو ته ورغلي دي.

د بامیان ښار او د دغه ولایت لرغوني سیمې د کرونا ویروس پر وړاندې د مبارزې د اقداماتو په ترڅ کې د څلورو میاشتو له پاره تړلې وې.

بند امیر چې په یکه لنګ ولسوالۍ نمبر یو کې موقعیت لري ښایسته طبیعي سیمې او ښکلي جهیلونه لري او پر دې سربیره د ښځو او نجونو له پاره امن ځایونه د دې سبب شوي دي چې هر کال په زرونو کسان له دغو ځایونو لیدنه وکړي.

قربان چې له هرات ولایت څخه بند امیر ته راغلی وایي چې بامیان او بند امیر د چکر او تفریح له پاره غوره او مناسب ځایونه دي: «دوې ورځې کیږي چې له هراته له خپلې کورنۍ سره بامیان ته راغلی یم. ښکلی ځای دی او امنیت شته. څوک له چا سره کار نه لري او ټول په چکر او ساعت تیري کې بوخت دي.»

سږ کال د میدان وردک له لارې د بامیان-کابل لویې لارې نا امني، د هوایي الوتنو نشتوالی، د کرونا ویروس، بې وزلۍ، بې کارۍ او د امکاناتو کمښت د دغه ولایت سیاحت ته سخته ضربه ورکړې ده. خو کسبه کاران هیله من دي چې راتلونکې میاشتې به جبران کړي.

د ارقامو له مخې په تیر لمریز کال کې د اختر په شپو او ورځو کې تر ۱۰۰ زرو زیاتو کسان د بند امیر له ملي پارک څخه لیدنه کړې وه. سږکال د سیلانیانو شمیر د تیر کال په پرتله ډیر کم دی.

الناز چې له کابله د بند امیر ملي پارک ته راغلې ده وایي چې دې ولایت ته کمه خاصه پاملرنه نه ده شوې او باید موسسې او حکومت پانګونه وکړي او ښه هوټلونه او امکانات به مناسبه بیه د خلکو په اختیار کې ورکړي: «د بند امیر په ملي پارک کې مناسب هوټلونه، تشنابونه، حمام او معیاري سایه بانونه نه شته. ځیني مسوولین، پولیس او ځایي اوسیدونکي له میلمنو سره سم چلن نه کوي.»

د یکه و لنګ نمبر یک ولسوالۍ ولسوال عظیم فرید، له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل چې د لوی اختر په درو ورځو کې داخلي او بهرني شا او خوا ۲۵ زره سیلانیان د بند امیر ملي پارک لیدو ته راغلي دي. د هغه په خبره دغه شمیر د تیرکال په پرتله ډیر کم دي: «د اختر په ورځ تر۲۵۰۰ زیات موټر بند امیر ته راغلي دي که چیرې په هر کوچنی او لوی موټر کې ۷ نفره حساب کړو له ۲۱ زرو څخه تر ۲۵ زرو پورې رسیږي چې بند امیر څخه یې لیدنه کړې.»

خو ۱۵ کیلومتره خامه سړک، د موټر د مناسب تمځای نه شتون، د معیاري هوټلونو نشتوالی او د تشنابونو کمښت د دغه ملي پارک مهمې ستونزې دي.

سیلانیان وایي که چیرې حکومت او د چاپیریال ساتنې اداره دغه تفریحي ځای ته پاملرنه ونه کړي، په راتلونکي کلونو کې ښایي دغه تفریحي ځای خراب او له منځه ولاړ شي.

په بند امیر کې د ځایي خلکو له پاره ۲۱۰ شغله رامنځ ته شوي دي چې په دغه جمله کې نانوایي، قصابي، عکاسي، موټر پریمنځلو ځای، د هوټل چارې، کښتۍ چلول او په لسونو هټۍ دي.

د دغو ټولو کسبه کارانو کار او فعالیت د سیلانیانو له ورتګ سره تړلی دی. په هره اندازه چې د سیلانیانو شمیر زیات وي په هماغه اندازه د کسبه کارانو عاید هم ښه وي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل