بانکي مون په سوریه کې د ناوړه حالت څخه خبرداری ورکړ
۱۳۹۱ فروردین ۱۸, جمعهاعلان
د ملګرو ملتونو عمومي منشي بانکي مون د سورېې له حکومت څخه غوښتي دي چې د اپریل د میاشتې تر لسمې نېټې پورې دې پلان سوی اوربند مراعت کړي. ده په عین حال کې د اپوزیسیون څخه هم وغوښتل چې د اوربند تر نافذیدو وروسته دې له زورزیاتي څخه لاس واخلي.
بانکي مون همدارنګه دا هم وویل چې په سوریه کې حالت نور هم کړکېچن سوی دئ. هغ د ملګرو ملتونو له خوا په یوې غونډه کې زیاته کړه چې ښارونه، کلي او ناحیې د جنګ په سیمو اوښتي دي. که څه هم حکومت وایي چې دوی خپل پوځونه له ښارونو څخه ایستلي دي، خو اپوزیسیون بیا دهغوی دغه ادعا ردوي. د څارونکوپه حواله حکومت غواړي تر اوربند د مخه لا ځیني ځایونه بیرته ونیسي.