بان کي مون پر نیوکو سربیره ایران ته سفر کوي
۱۳۹۱ شهریور ۲, پنجشنبهاعلان
د ملګرو ملتونو عمومي سرمنشي بان کي مون، غواړي د امریکا او اسرائیلو پر مخالفتونو سربیره ایران ته سفر وکړي او هلته د غیر متعهدو هیوادونو په غونډه کې گډون وکړي.
د ملگرو ملتونو ویاند ویلي دي چې بان کي مون به دې سفر کې د ایران د اتومي پروگرام او د سوریې د شخړې په اړه خپله اندیښنه څرگنده کړي.
په همدې حال کې د شمالي کوریا رسنیو هم خبر ورکړی دئ چې دغه هیواد هم غواړي چې دې غونډې ته خپل یو استازی واستوي.