بان کي مون په غزه کي د کورونو جوړولو سياست وغانده
۱۳۸۹ فروردین ۲, دوشنبهدغه خبره ده څو پلا د اسراييلو حکومت ته هم رسولې ده.
« دغه سياست ضد عمل هم راپيدا کوي . هغه نورمالي او عادي معاملې د منځه وړي او قاچاق تشويقوي . هغه معتدل قوتونه ضعيفه کوي، او افراطيانو ته جرأت ورکوي .»
بان کي مون چه آخري پلا دوې مياشتي وروسته د غزې تر جنګ هلته ورغلی ؤ ، په خان يونس کښي د مطبوعاتي کنفرانس پر مهال اطمينان ورکی، چه د منځني ختيځ دپاره په څلور اړخيزه خبرو کښي به د فلسطينانو د يوه مستقل دولت د جوړيدو د کوښښو ملاتړ وکي .
د ملګرو ملتوعمومي منشي بان کي مون د اسراييلو د هغه وعدې هرکلی وکي ، چه د غزې په تراډه کښي به دملګرو ملتو د بيا آبادولو د پروژو دپاره تعميراتي مواد ورپريږدي : لکه د غزې د جنګ پر مهال د يوازنۍ سيلو بيرته جوړلو ، د بدرفو د جوړولو د پروژو او 150 کورو د جوړولو تعميراتي مواد .
« که څه هم زه متيقين يم ،چه دغه عمل او وعده په هرکلي ارزي ، او يو مثبت قدم دی ، خو زه فکر کوم چه موږ تر هغه ډيرو شيانو ته ضرورت لرو .دا لکه په سطل کښي د يوه څاڅکي په معنی دي.»
د اسراييلو صدراعظم بنيامين نيتانياهو چه پرون يې د بان کي مون او د منځني ختيځ دپاره د امريکايي منځګړي ميتڅ چيل سره وکتل ، پر دې ټينګار وکی ، چه اسراييل په شرقي بيت امقدس کښي د يهودي ناقلينو دپاره د کورونو د جوړولو په سياست کښي هيڅ سازش نه مني . ده د کابينې په جلسه کښي وويل چه په بيت امقدس کښي د ناقلينو دپاره د کوروجوړول داسي معنی لري ، لکه په تل آبيب کښي. ددې خبري څخه ده د امريکا دمتحده ايالاتو حکومت ته خبر هم ورکړی دی .
د ملګرو ملتوعمومي منشي بان کي مون په شنبه د اسراييلو د جمهوررييس پيرس سره د ليدو پر وخت ټينګار کړی ؤ ، چه په ټولو اشغال سوو سيمو او شرقي بيت امقدس کښي د ناقلينو دپاره د کورونو جوړول يو غير قانوني عمل دی .
پدې منځ کښي د اشغالي لويديز اردن په ډيرو برخو کښي د فلسطيني ځوانانو او اسراييلي امنيتي قواوو تر منځ په اخوډب کښي تر اوسه پوري 4 انسانان وژل سوي دي .
ويرن کوټه /
کتونکي : محمد قاسم نوري