د امريکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بايدن د اوکراين پر سرحد د روسي ځواکونو ځای پر ځای کیدو ته په اشارې سره وويل: «موږ دلته د نړۍ د سترو پوځونو له يوه سره یې مخامخ يوو.» هغه زياته کړه: «دا بيخي بل ډول وضعيت دی او په سيمه کې وضعيت په چټکۍ سره د ليونتوب لورې ته تلای شي.»
نوموړي له «ان بي سي» خبري شبکې سره په خبرو کې زياته کړه: «له همدې کبله امريکايي اتباع همدا اوس بايد له اوکراين څخه ووځي.»
بايدن په عين حال کې خپل روسي سيال ولاديمير پوتين ته امريکایي اتباعو ته د زيان له رسولو څخه خبرداری ورکړ. نوموړي وويل چې دی تمه لري چې پوتين به کله چې پر اوکراين بريد ته «په دې اندازه ليوال» وي، دومره هم هوښيار و اوسي چې داسې څه ترسره نه کړي چې هغه پر امريکايي وګړو اغیزه ولري.
اوکراين ته به امريکايي ځواکونه نه استول کیږي
خو ولسمشر جو بايدن پر خپلو اندېښنو سربيره هم پر دې ټينګار وکړ چې هغه به په هيڅ صورت کې امريکايي عسکر اوکراين ته ونه ليږدوي، آن د روسيې د يرغل پر وخت د امريکايي اتباعو د ژغورلو له پاره هم نه.
د هغه په خبره »که امريکايان او روسان يو پر بل باندي ډزي پيل کړي، موږ تاسي به په يوه بله نړۍ کي يوو.«
د روسيې پر پوځي تمرينونو نيوکې
د ولسمشر بايدن څرګندونې د امريکا، روسیې، اوکراين او اروپايي هيوادونو ترمنځ د ديپلوماسۍ د هلوځلو په ترڅ کې يوه نوې د اوج نقطه ده. د امريکا حکومت لا په جنورۍ مياشت کې خپلو وګړو ته امر کړی وو چې د اوکراين د «نه اټکليدونکي» وضعيت له وجې دې له دغه هېواده ووځي.
هغه مهال په کیف کې د امريکايي ديپلوماتانو د کورنۍ غړي امريکا ته ستانه کړل شوي ول او امريکايي اتباعو ته روسیې ته د سفر په اړه خبرداری ورکړل شوی وو.
د لوېديځ د معلومانو پر اساس روسیې په دې تېرو څو میاشتو کې تر ۱۰۰ زرو ډېر عسکر د اوکراين پولې ته څیرمه ځای پر ځای کړي دي. دې کار په اوکراین کې او همدا راز په لوېديځ کې پر اوکراين د يوه ممکنه بريد اندیښنې او وېرې ته لمن ووهله.
خو روسيه د هر ډول بريد پلان ردوي او کريملن په عين حال کې وايي چې د ناټو له خوا د ګواښ احساس کوي.
ب. ص/ ن. ز (afp, dpa, ap)
زموږ له آرشيف څخه:
د اوکراين او روسیې د نظامي قدرت مقايسه په انځورونو کې
د روسیې او اوکراين ترمنځ کړکېچ ورځ تر بلې پراخيږي او روسیې خپل ډېر عسکر او تجهيزات د اوکراين پولې ته څېرمه ځای پر ځای کړي دي. د روسیې او اوکراين د نظامي قدرت مقايسه په دې انځوریز راپور کې. انځور: picture alliance/dpa/Russian Defence Ministry له اوکراين سره پر پوله د روسي پوځ ځای پر ځای کیدل روسيې خپل تر ۱۰۰ زرو ډېر عسکر له اوکراين سره پر پوله مستقر کړي دي. امريکا هم په اوکراين کې د خپلو ديپلوماتانو له کورنيو غوښتنه کړې ده چې له دغه هيواده ووځي او اوکراین ته نظامي مرسته روانه کړې ده. د کړکېچ په پراخيدو سره د دواړو هيوادونو ترمنځ د جګړې امکان هم ډېر شوی دی.
انځور: Maxar Technologies/AFP د پوځي پرسونل د شمېر مقايسه د روسیې او اوکراين د نظامي قدرت ترمنځ د پرتلنې له پاره ټولو سترو او کوچنيو بعدونو ته بايد کتنه وشي. د اوکراين پوځ ۲۰۹ زره پرسونل او ۹۰۰۰ د ذخيرې عسکر لري. د روسیې پوځ بيا يو ميليون او ۱۴ زره نفر پرسونل او ۲ ميليون کسان د ذخېرې عسکر لري.
انځور: Gleb Garanich/REUTERS د روسیې پوځ ۱۲ زره او ۴۲۰ ټانکونه لري په داسې حال کې چې د اوکراين پوځ بيا ۲ زره او ۵۹۶ ټانکونه په اختيار کې لري. (انځور په اوکراين کې د استقلال د ورځې دی)
انځور: Efrem Lukatsky/AP/dpa/picture alliance د روسیې پوځ ۶ زره او ۵۷۴ او د اوکراين پوځ بيا يو زر او ۶۸ توپونه لري.
انځور: picture alliance/dpa/Russian Defence Ministry د روسیې د پوځي موټرو شمیر ۳۰ زرو او ۱۲۲ ته رسېږي. د اوکراين پوځ بيا ۱۲ زره او ۳۰۳ نظامي موټر لري.
انځور: Russian Defense Ministry/AP/picture alliance د روسیې پوځ د ۳ زره او ۳۹۱ توغنديو خودکاره سيسټمونه لري، په داسې حال کې چې اوکراين بيا د ۴۹۰ خودکاره توغنديو سیسټمونه لري. (انځور د روسیې د توغنديو د «بوک ام ۳» سيستم دی)
انځور: Evgenia Novozhenina/REUTERS د روسیې پوځ د ۷۰۰ او ۷۲ جنګي الوتکو په درلودو سره پر اوکراين برلاسی دی. دغه هېواد يوازې ۶۹ جنګي الوتکې لري. (انځور د روسیې د پوځ د هوايي مانورو پر وخت اخیستل شوی).
انځور: picture-alliance د نظامي څرخي الوتکو مقايسه بله هغه ساحه چې روسیه پکې پر اوکراين برلاسې ده د جنګي څرخي الوتکو برخه ده. روسيه ۵۴۴ هیلي کاپترونه لري. دا په داسې حال کې ده چې اوکراين يوازې ۳۴ جنګي څرخي الوتکې په اختيار کې لري. (انځور د اوکراين د ترابري ميل ۸ څرخي الوتکې دی چې د روسیې جوړې څرخې الوتکې دي).
انځور: Preston Hammon/Us Army/Plane/ZUMA/picture alliance په سمندر کې هم د روسیې پوځ د اوکراين د پوځ په مقابل کې بشپړ برلاسی دی. د روسیې سمندري ځواکونه ۶۰۵ جنګي بيړۍ لري. د اوکراين پوځ بيا يوازې د ۳۸ جنګي کښتيو خښتن دی. (عکس د روسیې د يوه جنګي بيړۍ دی چې تر غږ چټک توغندي د توغولو پر مهال اخيستل شوی).
انځور: Russian Defence Ministry/picture alliance/dpa د اوبو په ژورو کې هم روسیه د ۶۴ اوبتلونو په درلودو سره پر اوکراين چې يوازې يو اوبتل لري، برلاسې ده. (عکس د روسیې د ديمتري دونسکوي په نوم اوبتل دی).
انځور: picture-alliance/TASS/P. Kovalev په داسې حال کې چې اوکراين عملاً هیڅ دافع هوا سیسټم نه لري، روسیه د « اس – ۳۰۰ » او «اس – ۴۰۰» ډېر عصري دافع هوا سيسټمونه لري. په دې وروستیو ورځو کې روسیې په سپینه روسیه کې د نظامي مانورو د یوې برخې په توګه د توغنديو اس – ۴۰۰ سيسټم نصب کړ.
انځور: Maksim Blinov/Sputnik/dpa/picture alliance په ۲۰۲۰م کال کې د روسيې نظامي بودجه ۶۶ مليارده او ۷۰۰ ميليون ډالر وه. د دې په مقابل کې بيا په همدې کال کې د اوکراين پوځي بودجه ۵ ميليارده او ۹۲۴ ميليون ډالر وه.
انځور: Aleksey Nikolskyi/Sputnik/dpa/picture alliance