1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بايدن د «اوکراين اشغال» له پيلېدو څخه خبره وکړه

۱۴۰۰ اسفند ۴, چهارشنبه

د روسیې او اوکراین ترمنځ د ترينګلتياو تر زياتيدو وروسته امريکا پر روسيې د نويو بندیزونو لګولو خبر ورکړ. آلمان هم اعلان کړی چې له روسیې څخه آلمان ته د ګازو د انتقال پروژه یې درولې ده.

Joe Biden verkündet Sanktionen gegen Russland
انځور: Chris Kleponis/CNP/picture alliance

د امريکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بایدن د اوکراین په ختیځ کې پر رامنځته شوي پرمختګ په څرګندو الفاظو کې غبرګون وښود. هغه وويل چې د روسیې له خوا پر خپل سر د نومول شويو «خلکو د جمهوريتونو» لوهانسک او دونيڅک په رسميت پيژندل او د اوکراين ختيځ ته د روسي ځواکونو د ليږدولو پلان د اوکراين د «اشغال پېل» دی.

بايدن په سپينه ماڼۍ کې د يوې وينا په ترڅ کې وويل: «موږ اوس هم په دې آند يو چې روسيه چمتو ده لا مخکې ولاړه شي او پر اوکراین دروند پوځي بريد پيل کړي.»

بايدن له اوکراین سره د نورو پوځي مرستو او سيمې ته د عسکرو د ليږدولو اعلان وکړ. هغه وويل: «امريکا متحده ایالات به په دې منځ کې له اوکراين سره نورې دفاعي مرستې هم وکړي او موږ به د ناټو خپل متحدين نور هم قوي کړو.»

بایدن زياته کړه چې د اضافي امريکايي عسکرو او تجهیزاتو حرکت ته یې اجازه ورکړې ده چې لا دمخه په اروپا کې مستقر دي. په دې توګه به اف – ۳۵ ډوله اته جنګي جټ الوتکې په آلمان کې له خپل مرکز څخه د «ناټو هيوادونو کيڼ لوري» په اوږدو کې ځای پر ځای شي.

همدا راز به په آلمان کې مستقر «ای ایچ – ۶۴» ډوله امريکايي جنګي څرخي الوتکې د بالتیک ساحې ته انتقال شي. خو بايدن په عين حال کې ټينګار وکړ چې هيواد او د لویدیځ متحدين یې د مخکې په څېر «ديپلوماسۍ» ته حاضر دي.

نوموړي په عين حال کې پر روسیې د نویو بندیزونو اعلان هم وکړ. پر دوو روسي بانکونو به بندیزونو پر خپل ځای پاتې وي او همدا راز به په مالي برخه کې هم د پام وړ اقداماتو ترسره شي.

د روسیې ولسمشر ولاديمپر پوتين د اوکراين په ختیځ کې دونیڅک او لوهانسک استقلال په رسميت پيژندلیانځور: Sputnik/AP/picture alliance

بلينکن له لاروف سره ملاقات لغوه کړ

د روسيې دې تازه پاروونکي ګام ته په کتو سره د امريکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزير انتوني بلينکن له خپل روسي سيال سرګې لاوروف سره په نظر کې نيول شوی ملاقات لغوه کړ.

بلينکن په واشنګټن کې وويل چې د کريملن چلن ته په کتو په ژنيو کې د پنجشنبې ورځې له پاره په نظر کې نيول شوې خبرې اترې اوس هیڅ معنا نه لري.

اروپايي اتحادیې هم پر روسیې د بندیزونو پریکړه کړې

اروپايي اتحادیې د اوکراين په کړکېچ کې د روسيې نوي پارونکي پرمختګ ته په کتو سره نوي بندیزونه وضع کړي دي. د اروپايي اتحادیې د بهرنیو چارو مسئول جوسپ بورېل وويل چې اروپايي اتحادیه پر دې سره يو شوې ده چې پر ۲۷ اشخاصو او ادارو بندیزونه ولګوي چې د اوکراين ځمکنۍ بشپړتيا ګواښي.

زياته شوې چې هغه بانکونه چې د بیلتون غوښتونکو په سيمو کې عمليات تمويلوي، د جزا د دې اقداماتو له کبله به اغیزمن شي. همدا راز ويل شوي چې هدف مو دادی چې د اروپايي اتحادیې بازارونو ته د روسیې لاس رسی محدود شي.

بورېل ټينګا وکړ چې دا جزايي اقدامات به د همدې روانې اوونۍ په اوږدو کې عملی شي او دا بندیزونه به «روسیې ته ډېر درد» ورکړي.

آلمان او بريتانیا هم پر روسیې د بندیزونو لګولو پريکړه کړې ده. د آلمان صدراعظم اولاف شولڅ وویل چې د «نورد ستريم ۲» په نوم د ګازو د نل ليکې پروژه چې په پام کې له روسیې څخه آلمان ته ګاز انتقال کړي، دمګړۍ درول شوې ده.

ب. ص/ ن . ز (dpa, afp, rtr)

زموږ له آرشيف څخه: