1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«له افغانستانه وتلي يوو خو د ترهګرۍ پر ضد جګړه لا دوام لري»

۱۴۰۱ شهریور ۲۱, دوشنبه

بايدن د سپتمبر ۱۱مې نېټې د بريدونو په ياد غونډې کې د هغو آزاديو ستاينه وکړه چې په وينا یې القاعدې ۲۱ کاله تر مخه هدف ګرځولې وې. نوموړي همدا راز وويل چې له افغانستانه وتلي يوو خو د «ترهګرۍ پر ضد جګړه پای» ته نه ده رسېدلې.

USA l Gedenken an die Opfer des 11. September l  Biden vor dem Pentagon in Washington
انځور: Susan Walsh/AP/picture alliance

جو بايدن  پرون، يکشنبه چې د ۲۰۰۱م کال د سبتمبر د ۱۱مې نيټې د بريدونو د ۲۱مې کليزې سره برابره وه، د دغه ترهګریزو بريدونو په ياد غونډه کې خبرې وکړې او د قربانيانو يادونه یې وکړه.

 بايدن هغو «غير معمولي امريکايانو» ته درناوې وړاندې کړې چې په دغه بريدونو کې یې ژوند له لاسه ورکړی وو.

نوموړي په خپله وينا کې د ترهګرۍ پر ضد جګړې د دوام هوډ هم څرګند کړ. ولسمشر چې دمګړۍ په نوامبر مياشت کې ترسره کيدونکو د منځنۍ دورې مهمو ټاکنو ته چمتووالی نيسي، د سپتمبر د يولسمې نېټې د ياد غونډې له دې وينا څخه پر خپل جمهوري غوښتونکي سلف دونالد ترمپ د طنز له پاره د يوې موقع په توګه هم ګته پورته کړه.

بایدن له پنتاګون څخه په خپله دې وينا کې چې د سپتمبر د يولسمې نېټې د بريدونو له هدفونو څخه يو وو، پر امریکايانو د «ديموکراسۍ له پاره د درېدو غږ وکړ چې د آزادۍ هغه حق تضمينوي چې ترهګرو هڅه کړې وه د سپتمبر د يولسمې نېټې بريدونو په ترڅ کې یې په اور، دود او ایرو کې خښ کړي.»

د ۲۰۰۱م کال د سبتمبر پر ۱۱مه نېټه القاعدې شبکې پر امريکا بریدونه چې وروسته بيا د امریکا پر ځمکه تر ټولو ستر ترهګریز بريدونه وبلل شول، ترسره کړل. هغه مهال د القاعدې ترهګرو څلور الوتکې يرغمل کړې وې چې دوې یې د نيويارک د غبرګونو تجارتي برجونو يا ودانيو سره او يوه بله یې د پنتاګون يا دفاع وزارت له ودانۍ سره جنګولې وه.

څلورمې يرغمل کړل شوې الوتکې بيا د پنسلوانيا په شانکسويل کې هغه وخت سقوط وکړ چې مسافرينو برمته کوونکي قابو کړل.

همدا بريدونه د «ترهګرۍ پر ضد اوږدې جګړې» لامل شول چې هدف یې د نړيوالې ترهګرۍ له منځه وړل دي. د ترهګرۍ ضد دې جګړه کې د افغانستان د دوې لسیزي اوږده جګړه هم شامله ده چې د القاعدې د ريښو د له منځه وړولو په موخه پېل شوې وه او تېر کال په افغانستان کې د وسله والو طالبانو تر واکمنېدو وروسته د امريکايي پوځونو په بشپړه انخلا پای ته ورسېدله.

بايدن: «موږ به هيڅکله ماته ونه منو»

له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو پر انخلا د روانو نيوکو سره سره هم بايدن تينګار وکړ چې د «ترهګرۍ پر ضد جګړه» پای ته نه ده رسېدلې.

نوموړي د يکشنبې ورځې په خپله وينا کې زياته کړه: «موږ به کرار نه شو. موږ به یې هېر نه کړو او هيڅکله به ماته ونه منو.»

کابو يوه مياشت مخکې د امريکا ولسمشر په کابل کې د بې پېلوټه الوتکې په يوه بريد کې د القاعدې شبکې د مشر ايمن الظواهري د وژل کيدو خبر اعلان کړ. په مصر کې زيږيدلی الظوهري چې يو جراح وو، د القاعدې د بنسټ ايښوونکي اسامه بن لادن وروسته چې په ۲۰۱۱م کال کې ووژل شو، د امريکا له پاره تر ټولو مطلوب کس وو.

امریکا د القاعدې د انتقامي بریدونو د احتمال په اړه خبرداری ورکړی

د سبتمبر د يولسمې نېټې د کلیزې په مناسبت د امريکا په نورو برخو کې هم د دغو بريدونو د قربانيانو ياد غونډې جوړې شوې وې. لومړۍ مېرمنې جل بايدن په پنسلوانيا کې په جوړې شوې غونډه کې او مرستيالې ولسمشرې کماله هېرس بيا په نيويارک ښار کې په يوه بله ياد غونډه کې ګډون وکړ.

القاعدې د سپتمبر د يولسمې بريدنو د هدفونو په اړه کتاب نشر کړی

په دې منځ کې د القاعدې ترهګرۍ شبکې د دغه بريدونو په اړه يو کتاب وړاندې کړی دی. په دغه کتاب کې چې د القاعدې شبکې د ميديا څانګې «السحاب» له خوا پر ليکه خپور شوی دی، د دغو ترهګریزو اعمالو اهداف بيان شوي دي.

داسې انګيرل کيږي چې د دغه کتاب ليکوال ابو محمد المصري په ۲۰۲۰م کال کې په ایران کې وژل شوی دی.

ب. ص/ ن. ز (AFP, AP, dpa, Reuters)

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب