1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بايدن له افغانستان د وتلو په اړه انتقادي رپوټونه رد کړل

۱۴۰۰ بهمن ۲۲, جمعه

د امريکا متحده آيالاتو ولسمشر جو بايدن هغه رپوټونه رد کړي دي چې له مخې يې د پوځ لوړپوړي استازي په ناڅاپه ډول له افغانستان څخه وتلو ته په انتقادي سترګه ګوري. په دې ترتيب طالبان قدرت ته ورسېدل.

US-Präsident Joe Biden hält in Washington eine Rede über Afghanistan
انځور له آرشيف څخهانځور: Jonathan Ernst/REUTERS

بايدن دغې پوښتنې ته په ځواب کې چې دغه رپوټونه رښتيا دي، د پنجشنبې په ورځ له ان بي سي رسنۍ سره په خپره شوې مرکه کې وويل: »نه، دا هغه څه نه دي چې ما ته ويل شوي دي«.

واشنګټن پوست ورځپاڼې هم په دې اوونۍ کې د پوځ له بېلابېلو قوماندانانو سره د خبرو په نتيجه کې رپوټ ورکړی چې په پوځ کې پروسږ کال د افغانستان د کړکېچ په مقابل کې د چلن په اړه د بايدن د حکومت په وړاندې لا ډېره غوسه موجوده ده. د نورو تر څنګ دغو قوماندانانو چې واشنګټن پوست يې خبرې راوستې دي، پر سپينې ماڼۍ او د بهرنيو چارو پر وزارت تور پورې کړی دی چې د تخليې ماموريت ته يې ډېر ناوخته چمتوالی نيولی او د تندلارو طالبانو برياوو څخه يې سترګې پټې کړې وې.

بايدن له تقريبا شل کاله جګړې وروسته د امريکايي پوځ له ناڅاپې وتنې څخه په تکرار سره دفاع کړې ده. د پنجشنبې په ورځ يې هم ټينګار وکړ چې »د وتلو له پاره مناسب وخت هيڅکله هم شتون نه درلود.«.

د هغه په خبره د پوځ بشپړې وتنې ته يوازنی بديل په افغانستان کې د سرتېرو د شمېر ډېرول وو. خو د بايدن په خبره »بيا بايد دغې ستومانونکې جګړې ته ورستانه شوي وای.«

د کابل د سقوط په ورځو د تخليې عملياتانځور: Staff Sgt. Victor Mancilla/USMC/UPI Photo/Newscom/picture alliance

په اګست مياشت کې له افغانستان څخه په ګډوډۍ سره وتل او ورپسې د تندلارو طالبانو له خوا بېرته د قدرت نيول، د متحده آيالاتو د زبرځواک له پاره يوه لويه ماته وه. د متحده آيالاتو د حکومت پر چلن په داسې حال کې چې طالبانو بېرته ولکه ټينګوله، د لويديځو متحدينو په منځ کې هم پر بايدن نيوکې زياتې کړې وې.

ن.ص./ن.ز.(AFP)

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل