1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بايدن: هره اضافي ورځ یو خطر دی

۱۴۰۰ شهریور ۳, چهارشنبه

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بایدن له افغانستان څخه د اګست تر ۳۱مې د خپلو ځواکونو د رایستلو پر خبره ولاړ دی. هغه د کابل هوایي ډګر کې د داعش له خوا د مخ پر زیاتیدونکي خطر څخه هم خبرداری ورکړ.

USA I Joe Biden über die Situation in Afghanistan
انځور: Jim Watson/AFP

د متحده ایالاتو ولسمشر بایډن په سپینه ماڼۍ کې په خپله وینا کې د دغه هیواد د اقتصادي او بودیجې مسایلو وروسته په کابل کې د وضعیت په اړه وغږید. تر دې دمخه هغه د جې-۷، له غړو هیوادونو کاناډا، فرانسې، بریتانيا، ایټالیا، جاپان او آلمان سره په دې هکله غږیدلی وو.

لکه څرنګه چې انتظار کیده بایدن د اګست تر ۳۱مې نیټې پورې له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د رایستلو یادونه وکړه. له افغانستانه د رايستلو عملیاتو ته په کتو سره هغه یادونه وکړه «چې هر څومره ژر [دغه ماموریت] پای ته ورسوو، غوره ده.»

جو بایدن په خپله وینا کې ټینګار وکړ چې هره بله ورځ په کابل کې پاتې کیدل، د امریکایي ځواکونو پر وړاندې خطر زیاتوي. په دې ترڅ کې هغه د داعش د ځایي څانګې له لورې د یوه برید له ګواښ څخه یادونه وکړه. متحده ایالات د خپلو اتباعو او د هغوی د افغان همکارانو د تخلیې د عملیاتو له پاره لا هم ۵۸۰۰ ځواکونو په کابل کې لري.

انځور: Staff Sgt. Brandon Cribelar/U.S. Air Force/UPI Photo/Newscom/picture alliance

خو بایدن په خپلو څرګندونو کې دا هم وویل چې د بهرنیو او دفاعي چارو وزارتونو ته یې سپارښتنه کړې ده چې د اړتیا په صورت کې د ځواکونو د رایستلو د مهال ویش د تنظیم له پاره پر بدیلو لارو چارو کار وکړي. د جي-۷، سلا مشورو ته په اشارې سره هغه وویل: «موږ ټول پر دې موافق یوو، چې زموږ هیڅ یو د طالبانو په خبرو اتکا نه کوو. موږ د هغوی د عمل پر اساس قضاوت کوو او موږ به د هرګام په هکله همغږي کوو.»

د بایدن په خبره دا پریکړنده ده چې ایا طالبان خپلو نړیوالو مکلفیتونو ته ژمن پاتېږي او د دې مخه نیسي چې افغانستان د «ترهګرۍ په اډه» وا نه وړي. د نړیوالو څارونکو په اند په راتلونکو ورځو کې به د طالبانو چلن فیصله کوونکی وي.

د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر په خبره د دغه هیواد په مرسته د اګست میاشتې له ۱۴مې نېټې څخه په مجموع کې ۷۰۷۰۰ کسان له افغانستان څخه رایستل شوي دي. کله چې هغه خپله وینا پای ته ورسوله، د ناستو خبریالانو یوې پوښتنې ته یې هم ځواب ور نه کړ.

زموږ له آرشیف څخه:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب