بايرن مونشن ریال مادريد ته ماته ورکړه
۱۳۹۱ فروردین ۳۰, چهارشنبهاعلان
د بايرن مونشن د فټبال لوبډله اوس کولای سي چې د اروپاد چمپينس ليګ وروستیو لوبو ته د راوتلو اميدواري ولري. بايرن له ريال مادريد څخه د د سه شنبې د شپې لوبه وگټله. هغوی وتوانیدل چې دوه گوله ووهي او د ریال مدرید لوبډله وتوانیده چې یوازې یو گول ووهي. نن به د نيمه فاينل په دوهمه لوبه کښي د FC –چېل سيا د فټبال لوبډله له FC بارسيلونا سره مخامخ سي.