1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بايډن: په سوريه کې د داعش مشر وژل شوی

۱۴۰۰ بهمن ۱۴, پنجشنبه

ولسمشر جو بايډن ويلي دي چې امريکايي ځواکونو په سوريه کې د اسلامي دولت يا داعش ډلې مشر وژلی دی. د دې عملياتو په ترڅ کې د نورو لږ تر لږه ۱۳ کسانو د وژل کيدو خبره هم شوې ده.

US-Militärangriff in Syrien
انځور: picture alliance / ASSOCIATED PRESS

د امريکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بايډن د پنجشنبې په ورځ په جاري کړل شوې يوه اعلاميه کې ويلي: «امريکايي ځواکونو د سوريې په شمال ختیځ کې د ترهګرۍ ضد عمليات په برياليتوب سره ترسره کړي دي څو ټول امريکايان او زموږ متحدين وساتي.» نوموړي زياته کړې چې په دې عملیاتو کې هیڅ کوم امريکايي عسکر ته زيان نه دی اوښتی.

د داعش دغه مشر چې ولسمشر بايدن یې د وژل کیدو خبره کوي، ابو ابراهيم الهاشمي القريشي نوميږي او په اړه یې ډېر معلومات په لاس کې موجود نه دي. نوموړی د اسلامي دولت ډلې یا داعش د پخواني مشر ابوبکر البغدادي تر مړينې وروسته د دغه ډلې مشري کوله. البغدادي په ۲۰۱۹م کال کې هغه وخت ځان وژنه وکړه چې امريکايي ځواکونه یې پټنځای ته ډېر نږدې شوي ول.

په سوريه کې د څار يوې ډلې تر دې دمخه ويلي ول چې د سوریې په شمال ختیځ کې د امريکايي ځواکونو له خوا د پنجشنبې پر سهار په لاره اچول شويو عملياتو کې لږ تر لږه ۱۳ کسان چې څلور ماشومان هم پکې شامل دي، وژل شوي دي.

د بشري حقونو د څار سوريایي ټولنې زياته کړې چې د امريکا په مشرۍ ائتلافي ځواکونو هوايي بريدونه ترسره کړي او همدا راز یې ځمکني عمليات هم په لاره اچولي ول چې په ترڅ کې یې وسلواله نښته هم رامنځته شوه.

د جنورۍ مياشتې پر ۲۰ نیټه د اسلامي دولت وسله والو د سوریې په شمال ختيځ کې د هسکه پر يوه زندان بريد کړی وو چې د کردانو په مشرتوب د سوریې د ديموکراتیک ځواک له لوري اداره کيده او د خپلو زندانیانو د آزادولو هڅه یې کوله.

د بشري حقونو د څار د ډلې په حواله د پنجشنبې په ورځ د سوریې په اطمه سيمه کې د سوریې پولې ته څېرمه امريکايي ځواکونو چاپه وهلې وه. د سيمې اوسيدونکو سهار وختي د ډزو او چاودنې خبرونه ورکړي ول. 

يوه سيمه ایز اوسيدونکي د آلمان خبري آژانس ته ويلي ول چې د يوه کور په شا او خوا کې وسلوالې نښتې کابو درې ساعته دوام وکړ. دا هدف د هغه ځای څخه د يو څو کيلومترو په واټن کې پروت دی چې په ۲۰۱۹م کال کې پکې البغدادي وژل شوي وو.

د عيني شاهدانو په حواله د پنجشنبې په نښتو کې هدف شوی کور د حلب ښار د يوه اوسيدونکی ملکيت دی چې ويل کيږي دلته له خپلې ميرمنې او اولادونو سره اوسيده. د سيمې خلکو دا هم ويلي چې دوی د کور په شا او خوا کې کوم شکمن تحرکات نه دي مشاهده کړی.

د امريکا په مشرتوب پوځي ائتلاف په سوريه کې د اسلامی دولت يا داعش پرضد جګړه کوي. دغې ترهګرې ډلې په عراق او سوريه دواړو کې ماته خوړلې ده خو اوس هم فعاله ده او کله کله بريدونه ترسره کوي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب