1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بایدن افغان کډوالو ته ۳۰۰ میليونه ډالر تصویب کړ

۱۴۰۰ مرداد ۲, شنبه

د امریکا ولسمشر جو بایدن، امریکا ته د افغان پناه غوښتونکو او په افغانستان کې له جګړو څخه زیانمن شوو افغانانو ته ۳۰۰ میلیونه ډالر ځانګړي کړل. بایدن دغه مرستې د جمعې په ورځ دوو جلاو فرمانونو په ترڅ کې تصویب کړې.

US Präsident Joe Biden in Philadelphia
انځور: Saquan Stimpson/ZUMA/imago images

د خپرو شوو رپوټونو پر اساس، په لومړنۍ فرمان کې سل میلیونه امریکايي ډالر د امریکا د مهاجرو او بیړنیو مرستو له صندوق څخه دي چې په بیړنیو حالاتو کې بيځایه شویو کورنیو او دغه راز امریکا ته د مهاجرت د ځانګړو ويزې غوښتونکو ته بيلي شوي دي.

بایدن په يو بل فرمان کې نور ۲۰۰ میلیونه ډالر چې د امريکا د وزارتونو له سرچینو څخه به ورکول کيږي، د افغان کډوالو له پاره ځانګړې کړي دي. زیاته شوې ده چې دغه پیسې به «په افغانستان کې د موجوده وضعیت له کبله پر بيځایه شويو خلکو، د جګړې قربانيانو او ټولو هغو افرادو له پاره چې د خطر په معرض کې دي ولګول شي.»

زیاته شوې چې له دغو ۲۰۰ میلیونو ډالرو څخه به دغه راز پر هغو افغانانو ولګول وشي چې د امریکا د مهاجرت ځانګړي پروګرام له لارې يې د پناه غوښتنې کړي دي. په دغې ډله کې هغه شل زره افغانان شامل دي چې په افغانستان کې يې د امریکايي ځواکونو د حضور پر وخت له دغو ځواکونو سره د ژباړونکو په توګه کار کړی او اوس د طالبانو له لوري د خطر احساس کوي.

په اعلاميه کې زیاته شوې ده چې دغه پیسې به په دوه اړخیزه، درې اړخيزه او څو اړخیزه توګه د ملګرو ملتونو سازمان د موسساتو له طریقه، غیر حکومتي سازمانونو، حکومت او د امریکا متحده ایالاتو له اړخه ويشل کيږي.

د روان میلادي کال د می له لومړۍ نيټۍ چې له افغانستان څخه د امریکايي او ناټو ځواکونو د وتلو بهیر پیل شوی چې په پام کې ده تر اګست میاشتې پورې بشپړ شي، ورسره جوخت وسلوالو طالبانو د افغانستان په مختلفو سیمو کې خپلو یرغليزو بریدونو ته زور ورکړی دی. په وروستيو میاشتو کې د جګړو شدت د دې سبب شوی چې په زرونو کورنۍ خپلې مينې پريږدي. په عین حال کې په افغانستان کې د بشري بحران په اړه انديښنې هم زیاته شوې دي.

بل لور ته د ملګرو ملتونو سازمان تازه اټکل کړی دی چې د افغانستان د ۳۹ ميليونه تخمیني نفوس نیمايي برخه يې مرستو ته اړتیا لري او په دې اړه یې له نړیوالې ټولنې څخه د مالي ملاتړ غوښتنه کړې ده.